- هشت صبح
هشت صبح ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې عنوان چې "د جګړې پای ته هیلهمندي نهشته"، لیکلي چې لاهم د طالبانو په سیاسي افکارو کې بدلون نهدی راغلی او دا به د سولې لپاره ستر خنډ وي.
سرمقاله لیکونکي زیاته کړې، طالبانو تر دې دمه د سولې په مذاکراتو کې د امریکا له لوري وړاندې شوې غوښتنې او شرایط نهدي منلي.
د سرمقاله لیکونکي په باور، له طالبانو غوښتنه شوې چې له القاعده ډلې سره اړیکې پرې کړي، اوربند ومني او له افغان حکومت سره جمهوري نظام ته د ورګډېدو او سولې د خبرو د همغږۍ لپاره مذاکره وکړي چې د سرمقاله لیکونکي په خبره طالبانو دا یو شرط هم تر دې دمه نهدی منلی.
لیکوال لیکي، که د طالبانو په سیاسي افکارو کې بدلون رانهشي، د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه به په افغانستان کې جګړه پای ته ونهرسوي او د دې وسلهوالې ډلې پوځي غلبه به سیاسي مشروعیت رامنځته نهکړي.
- دنیا
دنیا ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې ارګ تورن کړی چې د سولې خبرې تحریفوي.
دغې ورځپانې په خپل لومړني مطلب کې لیکلي چې ارګ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد او ولسمشر محمد اشرف غني د ګډې ناستې جزئیات تحریف کړي دي.
د سرمقالې لیکونکي لیکلي زلمي خلیلزاد له ولسمشر غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د سولې په اړه لیده کاته درلودل، خو د دوی درېواړو له لوري بېلابېلې خبرپاڼې خپرې شوي.
لیکوال لیکي چې له ارګ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې له زلمي خلیلزاد نقل قول شوی چې له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې مشخصې پایلې نهدي ترلاسه شوي، خو د حامد کرزي او عبدالله عبدالله له لوري په خپرو شویو خپرپاڼو کې ویل شوي چې زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو په پرمختګونو خوښي ښودلې ده.
لیکوال ارګ تورن کړی چې نهغواړي د سولې په خبرو کې پرمختګونه وشي او غواړي واکمن د پنځه کاله لپاره بیا په واک کې پاتې شي.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې د سولې لپاره د طرحې او اجماع په اړه لیکلي دي.
د سرمقالې لیکوالی لیکي، افغان حکومت د سولې لپاره طرحه او پلانونه لري او ولس سره په همغږۍ یې ملي اجماع رامنځته کړې.
د لیکوال په باور پخواني ولسمشر حامد کرزي او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو سیاستوالو د سولې لپاره اوس طرحې وړاندې کړي، حال دا چې د خپل د حکومتوالۍ پر مهالیې له طالبانو سره د سولې لپاره هېڅ جامع اقدام نهدی کړی.
لیکوال دا هم لیکلي، که دغه سیاستوال غواړي چې په رښتیني ډول په هېواد کې سوله راشي، سیاسیون او افغان حکومت باید یوځای په اوربند او د تاوتریخوالي پر راکمېدو ټینګار وکړي، ترڅو د سولې خبرې اترې یوې مشخصې پایلې ته ورسېږي.