د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۶

ایران کې د وروستیو حکومت ضد لاریونونو په تړاو د حکومت اقدامات لا دوام لري


د بخښنې نړیوالې سازمان د راپور له مخې، د ایران د عقرب میاشتې په مظاهرو کې، چې د تېلو د بیې د لوړېدو په اعتراض کې وشول، لږترلږه ۳۰۴ تنه وژل شوي دي.
د بخښنې نړیوالې سازمان د راپور له مخې، د ایران د عقرب میاشتې په مظاهرو کې، چې د تېلو د بیې د لوړېدو په اعتراض کې وشول، لږترلږه ۳۰۴ تنه وژل شوي دي.

په ایران کې د عقرب د میاشتې د قربانیانو د څلوېښتمې په درشل کې د وژل شویو کسانو د خپلوانو د نیول کېدو، د امنیتي تدابیرو د زیاتېدو او په ځینو سیمو کې د انترنټ د پرچاوۍ خبرونه ورکول کېږي.

ایلنا نیمه دولتي خبري اژانس ته د ایران د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت یوې سرچینې ویلي چې د امنیتي چارواکو په امر په البرز، کردستان، زنجان او فارس ولایتونو کې د موبایل ټېلفون له لارې له بهر سره انترنټي ارتباط پرې شوی دی.

د دې سرچینې د خبرو پر اساس، ښايي په نورو ښارونو او ولایتونو کې هم انترنټ قطع شي.

خو دننه په ایران کې به انترنیټ پرچاو نه وي.

د عقرب د میاشتې له اعتراضونو سره هم مهاله د ایران حکومت انترنیټ پرچاو کړ، خو وروسته یې په تدریجي ډول بېرته فعال کړ. مګر اټکل کېده چې د وژل شویو کسانو د څلوېښتمې په مناسبت به د خلکو د اعتراضونو په اړه د خبرونو د خپرېدو د مخنیوي لپاره یو وار بیا انترنټي خدمات پرچاو کړل شي.

نیټ بلاکز ټویټرپاڼې چې په نړۍ کې د انترنټ پرچاوۍ څاري، د چهارشنبې په ورځ تایید کړه چې د ایران په څو برخو کې انترنټ قطع شوی دی.

تهران ته نژدې په کرج، ملارد، فردیس او محمد شهر کې هم خلکو د انټرنټ د پرچاوۍ شکایت کړی دی.

په همدې حال کې د ایران د مخابراتو د وزارت چارواکي وايي چې د انترنیټ د پرچاو کولو لپاره یې له قضايي اورګانونو څخه حکم نه دی اخیستی.

له بلې خوا له پرون څخه په پلازمېنه تهران او نورو ښارونو کې بلوا ضد پولیس او نور امنیتي ځواکونه زیات لیدل کېږي.

دا اقدامات وروسته له دې کېږي چې د یو شمېر قربانیانو خپلوانو خلکو ته بلنه ورکړه چې نن ورځ یعني د جدي په پنځمه د قربانیانو د څلوېښتمې مراسم جوړ کړي.

د بخښنې د نړیوالې موسسې یا امنسټي انټرنشنل د راپور له مخې، د ایران د عقرب میاشتې په مظاهرو کې، چې د تېلو د بیې د لوړېدو په اعتراض کې وشول، لږترلږه ۳۰۴ تنه وژل شوي دي.

ایراني چارواکي د بحښنې د نړیوالې موسسې له لوري خپاره شوي ارقام ردوي خو په خپله یې تراوسه نه دي ویلي چې څومره کسان وژل شوي دي.

ایراني چارواکي ادعا کوي چې امریکا، اسراییل او سعودي عربستان د عقرب د میاشتو په اعتراضونو کې لاس درلود.

XS
SM
MD
LG