کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره په ټاکنیزو مسایلو او د اسیا د زړه پروسې هېوادونو په کنفرانس کې د افغان ولسمشر په څرګندونو لیکنې او تبصرې کړې.
- دنیا
دنیا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې ټینګار شوی، چې د ټاکنو کمېسیون دې د رایو پایلې له قانون سره سم اعلان کړي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، خلک د ټاکنو له کمېسیون غواړي، هغه ژمنه چې د شفافیت لپاره یې کړې وه، باید ورباندې عمل وکړي.
د سرمقالې په پای کې راغلي، کمېسیون دې د خپل کار په اړه د حقوقي کارپوهانو په حضور کې ملت سپناوی ورکړي څو د ولس قناعت حاصل شي.
- هشت صبح
د هشت صبح ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د ټاکنیزو ستونزو د هواري په هدف باید خبر او مذاکرات دوام پیدا کړي.
په سرمقاله کې راغلي، ځینې معترض ټاکنیز ټیمونه ګواښ کوي، چې خپل دریځ به وروسته روښانه کړي او په ورته وخت کې د ټاکنو کمېسیون هم ټینګار کوي، چې د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه به پریکړه وکړي.
د همدې سرمقاله کې یادونه شوې، د کمېسیون او ټاکنیزو ټیمونو د وړمې ورځې له غونډې دا پایله ترلاسه شوه، چې کمېسیون له قوانینو، لایحو، مقراراتو او طرز العملونو یو ډول او ټاکنیز ټیمونه بل یعنې متفاوت تفیسر او برداشت لري.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، له دواړو خواو ګواښونه ستونزه نه شي هوارولی، بلکې لا پیسې یې زیاتوي.
د سر مقالې لیکوال وړاندیز کوي، چې د دې ستونزې د حل په هدف دې خبرې دوام پيدا کړل شي، ټاکنیز ټیمونه دې کمېسیون ته اجازه ورکړي، چې لومړنۍ پایلې اعلان کړي او په دې اړه دې خپل شکایتونه د شکایتو په کمېسیون کې درج کړي.
یو شمېر نورو ورځپاڼو بیا د اسیا زړه پروسې هېوادونو په کنفرانس کې د ولسمشر محمد اشرف غني په څرګندونو لیکنې او تبصرې کړې.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي ولسمشر دغه کنفرانس کې د وینا په مهال ټینګار کړی، چې په افغانستان او نړۍ کې د تروریزم او مخدره موادو پرضد مبارزې ته ټینګه اړتیا ده، چې د سیمې هېوادونه باید همکاري وکړي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، که له دغو دوو پدیدو سره پياوړې مبارزه ونه شي، له دې پرته به د سیمې هر تصمییم او هر هدف له ګواښونو سره مخ وي.
د بلې دولتي ورځپاڼې انیس په سرمقاله کې ویل شوي، د استانبول پروسه کولای شي، د سیمې د هېوادونو ګډې ګټې خوندي کړي.