د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۰

د جاپاني مرستندوی تیتسو ناکامورا له خدمتونو د افغانانو قدرداني

د جاپان د سولې طبي خدماتو موسسې (پي ام اس) رئیس تتسو ناکامورا په یاد په افغانستان کې دننه او بهر خلک راټول شول او په یاد یې ډیوې بلې کړې.
ډاکټر ناکامورا د تېرې چهارشنبې په ورځ (قوس ۱۳مه) د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې له خپلو پنځو همکارانو او ساتونکو سره په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.
ناکامورا له تېرو شاوخوا دوو لسیزو راهیسې افغانستان کې پر بشري کارونو بوخت و او ترډېره یې په ختیځ ولایت ننګرهار کې د کرنې او اوبو لګونې په برخه کې فعالیت درلود.
د افغانستان حکومت او ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍ بېلابېلو هېوادونو د هغه وژنه وغندله.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG