کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د رأیې بیا شمېرنې بهیر او د امریکايي سناتورانو له لوري د سولې لپاره د یوې نوې لایحې په اغیزو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.
- سرخط
سرخط ورځپاڼې لیکلي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون په شاوخوا ۲۵ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنې بهېر پای ته رسولی چې له ډلې یې د ۱۷ ولایتونو ټاکنیز توکي مرکزي کمیسیون ته هم رسېدلي دي، خو په سرمقاله کې راغلي په ۷ نورو ولایتونو کې د یوه ځانګړي ټيم د تحریم له کبله لا د رایو بیا شمېرنه نه ده پیل شوې چې د کمیسیون چارې یې له ځنډ سره مخ کړې دي.
وړاندې راغلي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولیت لري چې له قانون او خپل مهالوېش سره سم د ټاکنو بهیر ټول پړاوونه په خپل وخت بشپړ او پر ټاکلې نېټه یې لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
د سرمقالې د لېکوال په باور،هېڅوک او هېڅ ډله حق نه لري چې د خلکو یوه ملي پروسه چې د افغانانو او هېواد سرنوشت ورسره تړلی، په زور یرغمل کړي او پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي.
- ویسا
ویسا ورځپاڼې لیکلي، د ټاکنو بهیر لکه څنګه چې په پیل کې اټکل کېده په هماغه لاري لاړه او اوس چې۵۷ ورځې د ټاکنو له نېټې تېرې شوي، لا هم لومړنۍ پایلې اعلان شوي نه دي،د درغلیو او تقلب خبره سپینه نه شوه، لاسوهنې ونه درېدلې، بلکې لا زیاتې شوي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، اوس خبره د رایې د حرمت او ولسواکۍ او ډيمکراسۍ نه ده، بلکې مسله د هغو ډلو ترمنځ ده چې په هر صورت غواړي تر راتلونکو پنځو کلونو کې په واک کې پاتې شي.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله د سولې بهیر او امریکايي سناتورانو نوې لایحې ته ځانګړې کړې ده.
وړاندې راغلي، د امریکا د سنا جرګې دوو غړیو باب منېنډیز او تادیانګ په ګډه داسې لایحه جوړه کړې،چې له مخې یې د امریکا کانګرېس وکولی شي په افغانسان کې د سولې راوستلو بهیر تر څار لاندې وساتي څو دا هېواد نه یوازې خپلې لاسته راوړنې وساتي بلکې بیا ځلې د ترهګرۍ په ځاله بدل نه شي.
په سرمقاله راغلي، په دې لایحه او تګلاره کې پر بشري حقونو سربیره د قانون حاکمیت او د بیان او مدني ټولنې ازادۍ ته هم پام شوی او په کي راغلي، چې له طالبانو سره د سولې نهايي هوکړه باید ترلاسلیک وړاندې کانګریس ته واستول شي او د ترهګرۍ ضد ضمانتونه، د امریکايي ځواکونو خروج، افغاني مذاکرات او اوربند په کې ځای پرځای شوي دي.
په سرمقاله کې راغلي،د دې لایحي په اساس باید د امریکا حکومت په شپیتو ورځو کې یو ځل کانګریس ته له طالبانو سره د سولې د هوکړې راپور ورکړي چې معلومه شي طالبان خپلو ژمنو باندې ولاړ دي او کنه؟
د سرمقالې په پای کې راغلي، د امریکا د کانګریس دا نوې لایحه د سولې پروسه تضمینوي او خلکو ته ډاډ ورکوي چې افغانستان به بیا ځلې د تروربستانو په ځالې نه بدلېږي.