د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۴

دنیا:د ټاکنو کمېسیون غړي دې د ټاکنو قانون ته مراجعه وکړي


کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې
کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې امریکا ته د ولسمشر غني د سفر، سولې پروسې او ولسمشریزو ټاکنو په تړاو لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې لیکلي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون دامهال له سختو کړیکچونو سره مخ شوی او د دغو کړکیچنو حالاتو د کابو کولو لپاره اړتیا ده چې د کمېسیون غړي د ټاکنو قانون ته مراجعه وکړي.

وړاندې راغلي، د افغانستان خلک د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ټاکنیزو ډلو څخه اندېښمن دي او دا وضیعت په پانګونې او د افغانستان په اقتصاد ناوړه اغیز کړې او اکثرو پانګه والو خپلې پانګې درولي څو د وطن حالات معلوم شي او اقدام وکړي.

د سرمقاله لیکوونکي په باور، که چیرې روان حالت دوام پیدا کړي د ژمي په رارسېدو سره به بیکاري او د خلکو بې وزلې لوی ناورین رامنځ ته کړي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې خپله سرمقاله د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټیلیفوني خبرو ته ځانګړې کړې ده.

وړاندې راغلي، دواړو خواوو پر افغان جګړې، د امنیتي ځواکونو پر روزنې او لاسته راوړنو او دغه راز د سولې خبرو اترو د پیل لپاره پر اږدمهاله اوربند ټينګار کړی دی.

د سرمقالې د لېکوال په باور، د سولې لپاره د افغان حکومت او امریکا ګډ دریځ ، نظر او ځيني اقدامات سولې ته د رسېدو لپاره هېله بخښوونکي دي او که دواړه لوري همداسې په ګډه پرمخ ولاړ شي، ښیې پایلې لرلی شي.

ورځپاڼې دغه شان لیکلي، تېرو تجروبو ته په کتو، که امریکا وغواړي نه یوازې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضرولای شي، بلکې په هېواد کې روانه جګړه هم ختمولای او د سولې پروسه بریالۍ کولای شي.

په سرمقاله کې دغه شان پر طالبانو هم غږ شوی چې نور د پردیو اهدافو او ګټو لپاره ونه جنګیږي او پر ځای یې د افغانانو غوښتنو او ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، امریکا ته د ولسمشر غني دا سفر په ډېر مهم وخت کې ترسره کېږي، د امریکا ولسمشر د دغه هېواد چارواکو، نړېوالې ټولنې، ناټو او په ټوله کې افغان ولس د افغان امریکايي پوهنتون د دوو برمته شویو استادانو د راخوشې کولو لپاره د ولسمشر بې ساری اقدام ستایلی او دا یې د سولې لپاره د پرمختګ مهم ګام بللی دی.

وړاندې په سرمقاله راغلي، دغه شان په ختیځ کې افغان ځواکونو د داعش ملا ور ماته کړې او ولسمشر غني تېره چهارشنبې ننګرهار ته د سفر پرمهال دغه ولایت له داعشه پاک اعلان کړ.

د سرمقالې په پای کې راغلي، له طالبانو سره د بندیانو په وروستۍ تبادله کې،د سولې لپاره تړلې دروازې د پرانېستل کېدو په حال کې دي او امریکا ته د ولسمشر غني سفر به د امریکا او ناټو نور ملاتړ هم را جلب کړي.

XS
SM
MD
LG