د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۴

هېواد: د یو شمېر کاندیدانو له لوري د ټاکنو کمېسیون یرغمل شوی


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د رأیو بیا شمېرنې او له وسله‌والو طالبانو سره د سولې په تړاو لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې لیکلي، په هېواد کې د روانې جګړې د پای او سولې ته د رسېدو په برخه کې چې کله هم یو مثبت ګام اخیستل شوی، طالبانو د هرکلي پر ځای ورته په تاوتریخوالي ځواب ورکړی.

د سرمقالې د لیکوال په باور، هر کله چې افغان حکومت طالبانو ته د سولې وړاندیز کړی او هغوی یې د جګړې پر ځای د سولې مېز ته رابللي، دغې ډلې په تاوتریخوالي لاس پورې کړی او د افغان حکومت، امریکا او نورو سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو له لوري شته فرصتونو ته‌یې هم ارزښت نه‌دی ورکړی، او اجازه‌یې نه‌ده ورکړې چې د سولې په اړه د افغانانو خوبونه رښتیا شي.

په سرمقاله کې راغلي، واقعیت دا دی چې طالبان په ټوله کې خپلواک نه‌دي او د سیمې د ځینو هېوادونو د استخباراتو ترڅنګ، د پاکستان له لارښوونې او خوښې پرته د جګړې او سولې لپاره یو ګام هم نه‌شي اخیستی.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، د درې طالب بندیانو او د افغان امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د تبادلې په برخه کې د طالبانو له لوري رامنځته شوی خنډ او ځنډ هم د پاکستان په مستقیمه لارښوونه شوی، ځکه په خبره‌یې د طالبانو په لیکو کې هم اوس بې‌حده اختلافات پیدا شوي او ترڅنګ‌یې له حقاني شبکې سره هم چندانې رښتیني نه‌دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا لیکلي، داسې ښکاري چې د انتخاباتو او د سولې بهیر دواړه سمدستي له بن بست سره مخ شوي دي.

وړاندې راغلي، د سولې بهیر د بیا ځلې پیل لپاره د امریکايي پوهنتون د استادانو او د طالبانو د درې تنو تبادله یو ښه ګام کېدای شو چې دا پروسه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د بې‌باورۍ ښکار شوه.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د رأیو د بیا شمېرنې د پیل هرکلی کړی.

وړاندې راغلي، د شکمنو رأیو د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر ښایي یوه اوونۍ وخت ونیسي، خو د سرمقاله لیکونکي به باور دا باید په یوه اوونۍ کې اعلان شي او کنه د بیا ځنډولو زغم نور له هېچ چاسره نه‌شته.

د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید له انتخاباتي قانون، مقرراتو او تګلارو سره سم خپل کار مخ ته یوسي او کنه د ټاکنیزې پروسې بیا ځنډېدل به ناوړې او منفي پایلې ولري چې دا به په ټاکنیز نظام د خلکو باور له‌منځه یوسي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، د کړکېچ رامنځته کول، د هېڅ‌چا په ګټه نه‌دي او افغان مسؤلې ادارې او یوناما باید دا ومني چې د یو شمېر کاندیدانو له لوري د ټاکنو کمېسیون یرغمل شوی او دوی باید د فشار لیرې کولو لپاره خپل مسؤلیتونه په ښه توګه ادا او د هرې هغې هڅې مخنیوی وکړي، کوم چې د خلکو رأیې بې‌ارزښته کوي.

XS
SM
MD
LG