کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلا بېلو مطالبو ترڅنګ د ټاکنیزو مسایلو په ځانګړې توګه د رایو د پایلو د اعلان د ځنډ د څرنکوالي په اړه لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.
- دنیا
دنیا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون له کړیو ژمنو سره بیا هم ونه توانېد چې په دوهم ځل د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
د سرمقالې لیکوال د نورو مسایلو ترڅنګ د کمېسیون د کمېشنرانو د ګمارنې سیسټم ته په اشارې سره لیکلي، داسې کسان کمېسیون ته راغلل چې متضادې کړندلارې او فکرونه یې درلودل، نو همدا له لامل دی چې دوی په خپلو کې سره جوړ نه راځي.
د لیکوال په باور د کمېسیون د کمېشنرانو په داسې ګمارنې سره افغان چارواکو غوښتل ناممکن ممکن کړي، چې دا کار ونه شو.
اصلاح دولتي ورځپاڼې لیکلي د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې د ټاکنیزو ټیمونو قناعت ترلاسه کړي.
د لیکوال په باور که چېرې د ټاکنیزو ټیمونو قناعت حاصل شي، داسې به احساس شي، چې کمېسیون له انتخاباتي قانون، شته مقراراتو او طرز العملونو سره سم خپل کار مخ ته وړی.
د لیکوال په باور دا چې یو ځل بیا ټاکنیز مهالویش نقض شي، ښه کار نه و، بلکې ناوړه او منفي اغېز به ولري، خو په خبره یې اوس اړتیا ده، چې په ټاکنیزه پروسه یو ځل بیا د خلکو باور را ژوندی شي، داسې ټاکنیز مهالویش وټاکل شي، چې دا ځل هیڅ نقض نه شي.
- اصلاح
د اصلاح د سرمقالې لیکوال ټینګار کوي، چې د هېواد کاواکه وضعیت د هیچا په ګټه نه دی، او کمېسیون دې ټولو خواو ته له قناعت ورکولو وروسته، د خلکو د رایو برخلیک وټاکي او لومړنۍ پایلې دې له ځنډ پرته اعلان کړي.
- سرخط
سرخط ورځپاڼې لیکلي، د ټاکنو خپلواک که یرغمل کمېسیون؟
د سر مفاله لیکونکي په اند د انتخاباتو د پایلو هره ورځ ځنډ پر کمېسیون، د ټاکنو پر پروسې او ولسواکۍ د خلکو نسبي باور ته هم زیان رسوي.
د سرمقالې د لیکوال په باور د ټاکنو کمېسیون اوس د یو شمېر نوماندانو له لوري یرغمل شوی او ترهغې به د ټاکنو پایلې اعلان نه شي، چې د هغوی قناعت یې نه وي ترلاسه کړی.
لیکوال ټینګار کوي، چې کمېسیون مسؤل دی، چې د خلکو پر رایو ملنډې ونه وهي او د نوماندانو ډول ته څڼې ونه غورځوي، د چا فرمایشونه دې نه مني او د ټاکنو قانون، شته طرزالعملونو په رڼا کې د رایو پایلې اعلان کړي.
د سرمقاله لیکونکي په باور، که چېرې کمېسیون دا کار ونه کړي، نو لرې به نه وي، چې د جمهوري ریاست ټاکنې د ۲۰۱۴ میلادي کال ټاکنو سناریو ته ولاړ او حالت کړکیچن شي، او په خبره یې بیا به مسؤلیت د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د کارکوونکو پر غاړه وي.