کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو په خپلو نننیو سرمقالو کې تر ډېره د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو ځنډېدو او کابل ته د پاکستان د استخباراتو مشر د سفر په تړاو لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.
- دنیا
دنیا ورځپاڼې لیکلي، د پاکستان یو جګپوړی پوځي او ملکي پلاوی، ظاهراً د هغې ترینګلتیا د سړولو په تړاو کابل ته راغلی چې په اسلاماباد کې افغان سفیر ته د پاکستاني پوځیانو له ادعا شوي سپکاوي وروسته ټوکېدلې ده.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، که څه هم د دې پلاوي د کتنو او د خبرو اجنډا په اړه ډېر جزئیات نهشته، خو د ورځپاڼې په وینا په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان حکومتونو یو ځل بیا پر یو بل د تورونو لګول پیل کړي وو.
په سرمقاله کې راغلي، د کابل او اسلاماباد ترمنځ تر ټولو جنجالي موضوع هلته پورته شوه چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې د پاکستان استخباراتو یا «ای اس ای» په اسلاماباد کې له افغان سفیر عاطف مشعل سره بد چلند کړی دی.
د سرمقاله لیکونکي په باور، داسې ښکاري چې د «ای اس ای» مشر جنرال فیض حمید او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت یو چارواکی اوس د همدې وضعیت د کابو کولو او د اړیکو د بیا رغولو لپاره کابل ته راغلي دي.
- هشت صبح
هشت صبح ورځپاڼې بیا لیکلي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو ته قناعت ورکړي.
وړاندې راغلي، د ټاکنو کمېسیون وروستۍ پرېکړې د نوماندانو غصه راپارولې او د دې وضعیت د کنټرول لپاره باید د نوماندانو قناعت حاصل شي.
د سرمقالې لیکوال وړاندیز کړی چې د ستونزو د هواري لپاره لږ تر لږه باید د کمېسیون د غړو ترمنځ ستونزې هوارې شي، ځکه د دې کمېسیون یو شمېر غړي خپلو کې سره جوړ نهدي او دا حالت روان وضعیت لا کړکېچن کوي.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، د ټاکنو د پایلو پر ضد او یا هم د رأیو له بیا شمېرنې د ځینو ټاکنیزو ټیمونو بایکاټ سختې اندېښنې راپارولي او له دې سره سره په رسنیو کې د ټاکنو پر ضد د ناوړې دسیسې او په ټاکنیز نظام کې د یو کاندید په ګټه د بهرنیو د لاسوهنې هڅې، نورې هغه څه دي چې په ملي او نړیواله کچه د ټاکنیز نظام حیثیت تر پوښتنې لاندې راولي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په همداسې حال کې یو شمېر ډلې او مغرضې رسنۍ دې ته لمن وهي چې ټاکنې بدنامې، بېپایلې او یا د تېرو ولسمشریزو ټاکنو سناریو تکرار او ټاکنې بحران ته یوسي.
د سرمقاله لیکونکي په باور، وروستیو اندېښنو ته په کتو اړتیا ده څو د حکومت اړوندې ادارې لاس په کار شي او د ملګرو ملتونو له دفتر سره دې په ګډه ټولې هغه لاسوهنې چې ټاکنو ته زیان رسوي، بندې کړي.