کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې را روانې ناستې، د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان د ځنډېدو او د سي ای اې له ملاتړه برخمنو افغان ځانګړو ځواکونو له لوري د بشري جنایت په اړه لیکنې او تبصرې چاپ کړي دي.
ویسا:
د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې د سر ټکي دي، د سي ای اې په ملاتړ د اړوندو افغان ځانګړو ځواکونو جنایات تر کومه؟!
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د یوې څېړنې په پایله کې ویلي، چې په افغانستان کې د سي آی اې اړوند وسله وال په بشري جنایاتو کې ښکېل دي او دوی ډېر ځله عام خلک وژلي او وحشتونه یې ترسره کړي دي.
وړاندې په سرمقاله کې، د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان له قوله راغلي، د دغو ډلو چې د دوی په قول د صفر یو تر صفر څلور او د خوست د کمپاین په نوم ځواکونه پکې شامل دي تر ډېره په جنایاتو کې ښکېل دي او باید دغه ځواکونه منحل او بې وسلې شي.
د سرمقالې لیکوال، په ننګرهار کې د څلورو ورونو وژل او په یو شمېر نورو ولایتونو کې د لسګونو کسانو وژنه د بېلګې په توګه یادې کړې او لیکلي یې دي، چې افغانان د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان دغه راپور باید جدي ونیسي او که د یادو ځواکونو مسله حل نه شي نو افغانان به د وینو او مرګونو په ډنډ کې د پخوا په څېر شټيږي.
دنیا:
دنیا ورځپاڼه لیکي،د سولې لپاره د ولسمشر غني طرحه نېمګړې ده.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د سولې لپاره د ولسمشر غني اووه ماده ییزه طرحه چې له طالبانو سره د خبرو لپاره پکې بیلابیل پړاونه په پام کې نیول شوي له نیوکو سره مخ شوې ده.
سرمقاله لیکوونکی لیکلي، په داسې حال کې چې په راتلونکو څو ورځو کې به د چین په کوربه توب، په بیجېنګ کې بین الافغاني ناسته جوړه شي خو حکومت تراوسه د سولې لپاره ټول شموله مذاکراتي پلاوی نه دی جوړ کړی.
د سرمقالې په پای کې راغلي، د سولې د خبرو د پرمخ بیولو لپاره موازي جوړښتونه رامنځ ته شوي، چې پایله نه ورکوي او په وینا یې، د جګړې د ختمولو او د دایمې سولې د ټینګښت لپاره باید حکومت او سیاسي جریانونه په همغږۍ سره مخ ته ولاړ شي.
هیواد:
هیواد دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله په دې پوښتنې پیل کړې، د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان کې ځنډ د څه لپاره؟
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په دې وروستیو کې د ټاکنو کمیسیون ته د بهرنیو هېوادونو د سفیرانو تګ راتګ زیات شوی او کمیسیون د تخنیکي ستونزو له امله د ټاکنو د لومړنیو پایلو لپاره نوې نېټه د روانې لړم میاشتي ۲۳ مه ټاکلې ده.
د سرمقاله لیکوونکي په باور، د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید خپلې چارې په خپل وخت بشپړې کړې وای، که پر ټاکنیز سیستم سایبري بریدونه هم کېږي، نو مسوول کسان باید ځواب ورکړي، ځکه هغوی د دا ډول بریدونو د مخنیوي لپاره ګومارل شوي او باید خپل دفاعي سیستم له مخکې عیار او د سایبري بریدونو مخنیوی یې کړی وای.
د سرمقالې په ورستۍ برخه کې راغلي، که چیري په دې او پر بله هره پلمه د ټاکنو د پایلو اعلان ځنډيږي، نو دا جرم دی او دا حالت هېڅ لوري ته زغم وړ نه دی.