د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۸

د کابل ورځپاڼو پر کونړ د پاکستان راکټي بریدونو په اړه تبصرې کړې


کابل چاپ ورځپاڼو پر کونړ د پاکستان راکټي بریدونو او د داعش د مشر وژل کېدو په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.
کابل چاپ ورځپاڼو پر کونړ د پاکستان راکټي بریدونو او د داعش د مشر وژل کېدو په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره پر کونړ د پاکستان راکټي بریدونو او د داعش د مشر ابوبکر البغدادي وژل کېدو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، پاکستان له کلونو راهیسې نه‌یوازې په افغانستان کې خپلو او د خپلو متحدانو "شومو موخو او ګټو" ته د رسېدو لپاره د یو شمېر افغانانو په وسیله اور بل کړی، بلکې وخت ناوخته د افغانستان پر خاورې تېری هم کوي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، دغه هېواد تل د ډيورند کرښې په اوږدو کې ځيني خوځښتونه کړي او د کونړ، ننګرهار، لویې پکتیا او کندهار پر اړوندو سیمو راکټي بریدونه ترسره کړي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو او خلکو سخت غبرګون سره مخ شوي دي.

ورځپاڼه لیکي د افغانستان سرحدي ځواکونو او عامو وګړو د پاکستان د دغه ناقانونه اقداماتو او راکټي بریدونو په تړاو تند غبرګون ښودلی او د لیکوال په خبره "دا ځل به افغانان د نوکارې ځواب په سوک ورکړي."

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، له څو ورځو راهیسې پر کونړ د پاکستان پوځيانو بریدونه روان دي چې د ولایتي چارواکو په خبره تر اوسه پورې درې افغانان په‌کې وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان دي.

وړاندې په سرمقاله کې ویل چې دلته باید څو ټکو ته پام وشي؛ لومړی دا چې د هېواد د ملي حاکمیت ساتنه او دفاع په خپلو مټو او د ولس په زور او اراده ممکنه ده او هېڅکله پر پردي ځواک تکیې سره دا کار ممکن نه‌دی او ژوندی مثال‌یې هم زموږ اوسنی حالت دی.

د سرمقالې د لیکوال په باور، حکومت د خپل واک او امتیاز لپاره له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ او ولس ته‌یې چې د هغه د لاسلیک لپاره کوم استدلال کاوه، نن دا دی پرې شاهدان یو چې هر څه پوچ وختل او لاهم هره ورځ افغانان وژل کېږي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي، افغانان تر بل هر ملت ډېر د داعش د مشر د وژل کېدو هرکلی کوي، ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور د داعش ترهګره ډله په افغانستان کې پر سترو جنایتونو بوخته ده او افغانان هر ځای او ان په مسجدونو کې هم په نښه کوي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، داعش ډلې د ۲۰۱۵ کال له لومړیو په افغانستان کې د خپلې خراسان څانګې په نوم فعالیت پیل کړ، نو ځکه د بغدادي د وژنې خبر په نړېواله کچه ستایل کېږي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، د داعش د مشر ابوبکر البغدادي وژنه، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر حالاتو مثبتې، خو د داعش جنګیالیو پر مورال به ناوړه اغېز وشیندي.

په سرمقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د داعش د پوځي خوځښتونو په اړه جدي اندېښنې ښودل شوي، خو داعش ډله په افغانستان کې نه‌شته او نه هم دا ډله افغانانو سره کومه مذهبي، ژبنۍ او فرهنګي اړیکه لري.

خو د سرمقاله لیکونکي په وینا، دا دښمن هېوادونه دي چې د داعش په نوم بله ترهګره ډله هم په افغانستان کې د خپلو اهدافو لپاره جنګوي او د پاکستان، روسیې او د پردې تر شا د انګرېزانو له‌خوا د داعش په نوم ډله ترهګریزو بریدونو ته هڅوي.

د سرمقالې لیکوال په پای کې لیکلي، که څه هم روسیې داسې اوازې خپرې کړې چې ګویا له افغانستانه دا ډله د دوی امنیت او ثبات ګواښي، خو په وینا یې د داعش جنګیالي تر ډېره پاکستاني ملېشې او یا هم د ازبکستان ناراضه جنګیالي دي، نو له همدې امله د افغانستان حکومت هیله ښیي چې د داعش په نوم ډله دې له افغانستانه ورکه شي.

XS
SM
MD
LG