د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۹

د کابل چاپ ورځپاڼو ترډېره افغانستان د سولې پر بهیر تبصرې کړي


د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سولې د موضوع په اړه لیکنې او سرمقالې خپرې کړې دي.
د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سولې د موضوع په اړه لیکنې او سرمقالې خپرې کړې دي.

د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سولې د موضوع په اړه لیکنې او سرمقالې خپرې کړې دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، په چین کې بین الافغاني خبرې چې ټاکل شوې وه راتلونکې دوشنبه پیل شي د مسکو د غونډې د ګډونوالو په غوښتنه تر نا معلومې مودې پورې وځنډېدلې.

سرمقاله لیکونکي یې د ځنډېدو د لامل په اړه بې خبري ښيي، خو وايي، هغه افغانان چې سوله غواړي له ۹۵ سلنو زیات دي او پنځه سلنه بیا معامله ګر، شریر جګړه مار خو د ولس په برخلیک مسلط دي.

وړاندې په سرمقاله کې پوښتنه مطرح شوې چې ولې د دغه هېواد په ۹۵ سلنه خلکو د پنځه سلنه خلکو اراده حاکمه ده او ولې د سولې هر حرکت پروژه يي بڼه لري؟

ویسا د پوښتې لنډ ځواب دا ورکړی چې د افغانستان پر ولس تپلې جګړه د نړۍ او سیمې د استخباراتو جګړه ده، دا د هغوی جګړه ده چې زمونږ همدغه پنځه سلنه معامله ګر پکې د ګومارل شویو اجیرانو رول لري.

ورځپاڼه لیکي، په جګړه او سوله کې د دوی رول یوازې همدومره دی چې له اجندا سره سم ګام واخلي، دوی نه د جګړې په دوام کې رول لري او نه د سولې په راوستلو کې.

د سرمقاله لیکونکي په خبره په بله معنا دوی د دې بدمرغې لوبې شریکان نه دي بلکې یوازې اجیر کرکټر لري.

هشت صبح:

هشت صبح ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکلي، که د انتخاباتو ستونزه هواره نه شي، شک نشته چې راتلونکی حکومت به له هیڅ سرخوږي پرته طالبانو سره د خبرو لپاره یو مرکچي پلاوی وټاکي خو سرمقاله لیکونکی لیکي، حکومت او سیاسي اړخونه باید دا موضوع اصل وټاکي چې طالبانو سره په خبرو کې د انتخاباتو په شان سیاسي سیالیو او ځان ځانۍ ته اړتیا نشته.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، طالبانو سره خبرې د افغانستان د جمهوریت په ټولو خلکو او ټولو سیاسي اړخونو پورې اړه لري او ټولې سیاسي او انتخاباتي حوزې چې د جمهوریت تر چتر لاندې دي، باید طالبانو سره د خبرو په برخه کې واحد لید لوری او دریځ ولري.

ورځپاڼې لیکلي، دا سمه ده چې حکومت باید طالبانو سره په خبرو کې مرکزي رول ولري، خو ټینګار کوي چې د حکومت مشران باید په دې برخه کې د ټولو سیاسي او فکري کړیو نظرونه په پام کې ونیسي.

اصلاح:

اصلاح ورځپاڼې بیا په خپله سر مقالې کې د افغانستان د سولې په تړاو لیکلي چې په دې ورځو کې په کوردننه او بهر یو ځل بیا د سولې خبرې تودې شوې دي، خو په سرمقاله کې ټینګار شوی هغه څه چې له دغه بهیر سره مرسته کولای شي او بري ته یې رسولی شی، په افغانستان د جګړې د ښکېلو خواوو له خوا اوربند دی.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، د جګړې دوام او وینه تویېدنه د دې لامل کېږي چې د سولې خبرې بې نتیجې او بې ګټې يای ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG