د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۹

ویسا: د ولسمشریزو انتخاباتو نتایجو ته څومره هیله کېدای شي؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې ورستیو خبرو اترو او د ولسمشریزو انتخاباتو د لومړنیو نتایجو د اعلان د ځنډېدو په اړه لیکنې او تبصرې چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې خپله سرلیکنه په یوې پوښتنې پیل کړې ده: د ولسمشریزو انتخاباتو نتایجو ته څومره هیله کېدای شي؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، انتخابات وشول، خو د جعل او تزویر او تقلب تور داغ د انتخاباتو له لمنې پاک نه شو.

د سرمقاله لیکونکي په خبره، دا چې اوس له اته سوه زره زیاتې رأیې باطلې اعلانېږي، د دې معنا دا ده چې تقلب شوی، خو باید دا هم معلومه شي چې دا تقلب چا کړی او ولس باید پوه شي چې حقیقت څه دی؟

په سرمقاله کې راغلي، که له دغو درغلیو سره سره د انتخاباتو نتایج اعلان شي، دغه نتایج به چاته د منلو نه وي او کړکېچ به لاپسي زیات شي، خو د سرمقالې لیکوال بیا هم پوښتنه مطرح کړې چې د دغه بحران مسؤل به څوک وي؟

ځواب یې دی روښانه ګني او لیکي، دا انتخابات چې د کوم حکومت په مدیریت ترسره شول، بې له شکه چې هر نوع مسؤلیت هم همدې حکومت ته راجع کېږي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، دغو ستونزو ته په کتو د ولس اندېښنه اوس هم پرځای ده چې ایا له دې وړۍ به شړۍ جوړه شي که نه؟

د سرمقالې په پای کې لیکل شوي، که چېري ماضي ته ولاړ شو چې باید هم ولاړ شو، مونږ ته خو یې ځواب مثبت نه ښکاري او که تېره سناریو تکرار شي، بې له شکه د ولس پنځه کاله نور به هم ضایع شي او دا به پخپله یوه لویه تراژیدي وي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼه تر دې سرلیک لاندې خپله سر مقاله لیکلې ده: د روسیې، چین او پاکستان ناوړې هڅې!

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، روسیه، چین او پاکستان هڅه کوي چې یوځل بیا په مسکو کې د افغانستان پرحالاتو خبرې وکړي.

سرمقاله لیکونکی لیکي، دې ته هغوی په افغانستان کې د سولې پر سر د بحث او خبرو نوم ورکړی، خو په اصل کې هغوی ټول په افغانستان کې د نړېوالې ټولنې او په ځانګړي ډول له افغان ځواکونو سره د ترهګرۍ پر ضد د امریکا او ناټو د پوځي ماموریت مخالفت کوي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، دا لوري په ټول وس هڅه کوي چې د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونه ژر له افغانستانه ووځي چې افغان حکومت کاواکه شي، طالب ترهګریزو بریدونو ته زور ورکړي او د ترهګرۍ په ملاتړ بیا افغان حکومت ته ستونزې جوړې کړي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، د دې هڅې پایله ډېره خطرناکه او ان د سېمې او نړۍ پر زیان ده، ځکه ترهګري په پاکستان کې لا پیاوړې شوې او د افغانستان ترڅنګ یې سېمې او نړۍ ته ګواښ رامنځته کړی دی.

د سرمقالې په پای کې راغلي، د سولې تر عنوان لاندې دا ډول غونډې د افغانانو له ګډون پرته کومه پایله نه لري او دا ډول غونډې یوازې او یوازې د امتیاز غوښتنې او له افغان حکومت سره د هر ډول پوځي، سیاسي او اقتصادي ملاتړ د مخنیوي لپاره دي، نه د سولې لپاره!

دنیا:

دنیا ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې کرښو پیل کړې: "په تېره یوه اوونۍ کې د سولې خبرې اترې"

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د روسیې، پاکستان، امریکا او چین استازو د جمعې په ورځ د افغانستان د سولې په تړاو خبرې وکړې.

د سرمقالې لېکوال د افغان چارواکو په حواله لیکلي چې د سولې لپاره د ګاونډيو او د سېمې هېوادونو دا هڅې ګټورې دي او کولی شي چې افغانستان یوې بنسټيزې سولې ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG