د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

د امریکا دفاع وزیر: د ناټو غړي هېوادونه د داعش د ځپلو لپاره یو موټی دی


د امریکا دفاع وزیر مارک ايسپر
د امریکا دفاع وزیر مارک ايسپر

د امریکا دفاع وزیر مارک ايسپر ویلي چې د ناټو غړي هېوادونه د داعش د ځپلو د کمپاین لپاره یو موټی دی.

مارک ايسپر پرون د اکټوبر په ۲۵مه وویل چې امریکا به په سوریه کې محدود حضور ولري او هدف به یې دا وي چې د داعش وسله وال د تېلو د تصفیې ځایونو ته لار پيدا نه کړي.

هغه وویل چې د داعش د ځپلو د کمپاین په دوهم پړاو کې به تمرکز د هغوی د مالي سرچنیو پر بندولو وي.

د ا مریکا دفاع وزیر وویل چې د امریکا محدود حضور به پیاوړی کړي.

هغه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې په خبري غونډه کې په دې اړه د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

د امریکا دفاع وزیر مارک ايسپر
د امریکا دفاع وزیر مارک ايسپر

مارک ايسپر ټینګار وکړ چې په سوریه کې یې هدف د پخوا په څېر د داعش د ائتلاف ځپل دی.

د امریکا دفاع وزیر څرګنده کړه چې د تېلو د تصفیه ځایونو د کمولو هدف دا دی چې د داعش وسله وال د وګړو د جلب او جذب او د وسلو د اخیستلو لپاره مالي سرچینې تر لاسه نه کړي، ځکه په غیر صورت کې به د داعش ماتول ګران کار وي.

مارک ايسپر په سوریه کې د کُردانو په مشرۍ د ازادې سوریې ځواکونو هم د تماسونو خبره وکړه.

مارک اسپر وویل: "موږ له هغوی (د ازادې سوریې ځواکونو) سره اړیکې لرو، هغوی موږ ته ډاډ راکړی چې د هغوی په تر واک لاندې سیمو کې د داعش ټول زندانیان امن دي، دا ښه خبر دی، ما د ترکیې له دفاع وزیر سره هم خبرې کړي او هغه ډاډ راکړی چې د هغوی په سیمو کې هم د داعش زندانونه تر کنټرول لاندې دي، هغوی یو شمېر نور داعشیان هم راټول کړي چې ښه خبر دی.

د امریکا د متحدو ایالاتو دفاع وزیر پرون په بروکسل کې د ناټو تړون د دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته خبرېالانو ته دا معلومات ورکړل.

مارک ايسپر پر ترکیه هم غږ وکړ چې له کړې ژمنې سره سم د سوریې په شمال کې بشري وضعیت ته پام وکړي، مذهبي او توکمي لږکیو ته امنیت ورکړي او د جنګي جرمونو ادعاوې وڅېړي.

په سوریه کې ترکي ځواکونه
په سوریه کې ترکي ځواکونه

د ترکیې حکومت د اکټوبر په ۹مه د سوریې په شمال کې د کُرد ځواکونو پر ضد پوځي عملیات پیل کړل.

د امریکا دفاع وزیر ویلي چې د ترکیې عملیات د توجیه وړ نه دي.

امریکا او ترکیه دواړه د ناټو غړي دي.

XS
SM
MD
LG