د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د ولسمشریزو ټاکنو اړوند د راپورته شویو ناندریو په اړه مسایل را اخیستي دي.
- ویسا
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د ثبات او همپالنې د ټاکنیز ټیم د تېرې ورځې پر ادعا تبصره کړې چې د انتخاباتو کمېسیون د رأیو ډیجیټال مرکز قفل د امنیتي ځواکونو لهخوا مات شوی او د امنیتي ځواکونو ترڅنګ د دولتساز ټیم ځيني غړي هم دغه مرکز ته ننوتي دي.
په سرمقاله کې زیاته شوې، که د ټاکنو کمېسیون په دې اړه وضاحت ورنهکړي او په ټوله کې اړوند کمېسیونونه سره متحد او خپل عمل ونهکړي، پایلې بهیې د ۲۰۱۴ کال تر انتخاباتو ډېرې بحراني او لانجمنې وي.
د ویسا ورځپانې د سرمقالې د لیکوال په خبره، که د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم دغه ادعا رښتیا ثابته شي، نو د تلې د شپږمې د ولسمشریزو ټاکنو کیسه مفته شوه او د ټاکنو کمېسیون کمېشنران دې هم د پخوانیو په څېر زندان ته تیاری ونیسي.
- هشت صبح
هشت صبح ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې سرلیک پیل کړې چې پارلمان او د ټاکنو کمېسیون دې د ټاکنو کمېسیون د رأیو د ډیجیټال مرکز د قفل ماتېدو موضوع وڅېړي او په دې اړه راپورته شویو پوښتنو ته دې ځواب ووايي.
په سرمقاله کې د ټاکنو کمېسیون د کمېشنرانو د خپلواکۍ په اړه هم اندېښنه ښودل شوې او پهکې ویل شوي چې د ۲۰۱۴ کال په شان د کمېسیون لوړپوړي مسؤلین نهدي توانېدلي چې د ورځپاڼې په خبره خپله سیاسي خپلواکي وساتي.
د سرمقالې لیکوال د افغانستان له پارلمان څخه غوښتي چې د ثبات او همپالنې ټیم د ادعا د څېړلو لپاره يو پلاوی وټاکي او په اړهیې پرېکړه وکړي.
په سرمقاله کې ویل شوي، په څېړنه کې دې دا احتمال هم په نظر کې ونیول شي چې کوم شخص پرته له دې چې ولسمشر او د کورنیو چارو وزیر په جریان کې کړي، له پولیسو یې سوء استفاده کړې.
- سرخط
د سرخط خپلواکې ورځپاڼې سرمقاله بیا په دې سرلیک ده چې "نوماندان دې لانجې نهجوړوي".
په سرمقاله کې راغلي چې د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کېدو سره سم يو شمېر نوماندانو د ټاکنو ملي بهیر د بدنامولو، لانجمنولو او ناکامولو هڅې پېل کړي او کلهیې پر امنیتي ادارو او کلهیې هم پر ځينو نوماندانو خولې راخلاصې کړې.
په سرمقاله کې زیاته شوې چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم پرون تور پورې کړ چې د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا رئیس حبیبالرحمن ننګ او امنیتي ځواکونو د رأیو د ډیجیټال مرکز کلپ مات کړی او دغه مرکز ته ننوتي، خو د ټاکنو کمېسیون دغه ادعا بېبنسټه وبلله.
سرخط لیکي، واقعیت دا دی چې که څه هم په ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو ګډون کمرنګه و، خو د ټاکنو کمېسیون دغه ټاکنې د تېرو هغو په پرتله تر ډېره ښې مدیریت کړې او رڼې وې.
د سرمقالې د لیکوال په خبره، د عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار په ګډون ځینو نوماندانو د ټاکنو له ورځې راهیسې پر دغې پروسې نیوکې، د تورو لګول او نورې ناندرۍ پیل کړې دي.