د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۶

هشت صبح: "مهال‌وېش جدي ونیسئ، دوهم پړاو ټاکنې څوک ترسره کوي؟"


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

د کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره د ولسمشریزو ټاکنو په لومړنیو پایلو کې د ځنډ، د ټاکنیزو کمېسیونونو د چارو پر څرنګوالي او د رأیو د شمېرلو پر بهیر مقالې او لیکنې خپرې شوي.

  • هشت صبح

د هشت صبح ورځپاڼې سرمقاله په دې سرلیک ده چې "مهال‌وېش جدي ونیسئ، دوهم پړاو ټاکنې څوک ترسره کوي؟"

په سرمقاله کې د ولسمشریزو ټاکنو په لومړنیو پایلو کې ځنډ د اندېښنې وړ بلل شوی او په‌کې ویل شوي چې سر له اوسه هوا سړه شوې او ښايي تر ډېره ولسمشریزې ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې شي.

د سرمقالي د لیکوال په خبره، د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان د میزان د شپږمې په ټاکنو کې هم مخکښه دي چې دغه چاره د ټاکنو دوهم پړاو ته د تللو امکان زیاتوي.

د هشت صبح په سرمقاله کې راغلي چې د ټاکنو کمېسیون باید د نورو چارو ترڅنګ د دوهم پړاو ټاکنو لپاره هم سر له اوسه تیاری ونیسي، ځکه که دوهم پړاو ټاکنې په خپل وخت ونه‌شي، نو يو بل ناورین به وزېږي.

  • سرخط

د سرخط خپلواکې ورځپاڼې سرمقاله بیا په دې سرلیک ده چې "نوماندان بهرنیو فشارونو ته زیات پام کوي"، په سرمقاله کې راغلي، په افغانستان کې هر لوی بهیر د ځانګړو معیارونو او قوانینو پر ځای، د بېلابېلو اړخونو د فشارونو تر سیوري لاندې راځي.

د سرمقالې لیکوال لیکي، د میزان د شپږمې ټاکنې هم له دغه شان برخلیک سره مخ دی او هغه نوماندان چې حکومتي امکانات او واګې یې په لاس کې دي، تر ډېره‌یې د خپل توان ښودلو هڅه کړې او د ټاکنو کمېسیون له‌خوا د پایلو تر اعلان وړاندې یې ځانونه بریالي اعلان کړي دي.

د سرخط په مقاله کې زیاته شوې چې په افغانستان کې تل لومړۍ خبره د زورور وي، خو کله چې دغه زورواکي د بهرنیانو تر فشار لاندې راشي بیا نو ځانونه تر ټولو ډېر قانون او اصولو ته پابند بولي.

د دې مقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، کله چې د بهرنیو هېوادونو سفیران د افغانستان د ټاکنو په اړه معلومات ورکوي او خبرې يې ځای نیسي، نو څرګنده ده چې نوماندان هم د دوی خبرو ته غاړه ږدي او په ټوله کې د ټاکنو برخلیک بهرنیان ټاکي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې عنوان لیکلې ده چې "د ټاکنو کمېسیون چارې د ستاینې وړ دي"، په سرمقاله کې راغلي چې د میزان د شپږمې له ټاکنو وړاندې د ټولو ټاکنیزو ټیمونو او د افغانستان د خلکو غوښتنه دا وه چې د رأی ورکونې مرکزونه دې په بایومټریک سیستم سمبال او هېڅ چاته دې پرته له بایومټریکه د رأی ورکونې اجازه ورنه‌کړل شي چې د ټاکنو کمېسیون هم د نوماندانو او خلکو دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړ او ټول مرکزونه‌یې په بایومټریک سیستم سمبال کړل چې دغه چاره د ټاکنو په شفافیت کې د پام وړ رول لري.

خو د سرمقالې د لیکوال په خبره، بیا هم په يو شمېر مرکزونو کې خلکو پرته له بایومټریکه رأیې وکارولې چې دغه چاره له ټاکلو اصولو سرغړونه او ټاکنیزې درغلۍ کې شمېرل کېږي.

د ملي ارمان په سرمقاله کې راغلي چې د ټاکنو کمېسیون د اعلان له مخې نږدې دوه میلیونه بایومټریک رأیې د کمېسیون عمومي سرور ته داخل شوي چې دغه شمېر بایومټریک رأیې د پام وړ او د ټاکنو برخلیک ټاکلی شي.

د سرمقالې لیکوال لیکي، بل‌خوا دغه کمېسیون پنځه لکه له بایومټریکه پرته رأیې له شمېره ویستي چې د ټاکنو له شفافیت سره مرسته کوي او سپینې رأیې له تورو رأیو بېلېږي.

XS
SM
MD
LG