د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د انتخابات او د سولې په ګډون په بېلابېلو مسایلو لیکنې او تبصرې کړې دي.
ماندګار:
د ماندګار ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی ناسالم انتخابات ګټوونکی نه لري.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په انتخاباتو کې د شفافیت نه شتون، د قانون نه پلي کول، وروسته په دې اړه د کاندیدانو له خوا کوڅهيي ادبیات کارول او د بریالیتوب ادعا کول، هغه څه دي چې انتخابات ناسالم لوري ته بیايي.
سرخط:
سرخط ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې پر کاندیدانو غږ کړی چې انتخابات دې نه لانجمنوي.
سرمقاله لیکوونکي د کاندیدانو تېرې ورځې څرګندونې راخیستي چې ویلي یې دي، که انتخابات لومړی پړاو کې ګټوونکی ونه لري، نو په کار ده چې په درېیمې لارې یې غور وشي.
سرخط که څه هم د درېیمې لارې په اړه کم معلومات ورکړي، خو لیکوال ټینګار کوي، وړاندې له دې چې پایلې اعلان شي، کاندیدان دې دغه انتخابات په لوی لاس ستونزو ته نه وړي.
د سرمقاله لیکوونکي په باور کاندیدان حق نه لري چې د انتخاباتي کمېسیونو په چارو کې لاسوهنه وکړي یا هم له وخته مخکې د خپلې بریا اعلان وکړي.
په سرمقاله کې یادونه شوې، کاندیدانو چې غوښتل یې د خلکو په پاکو رایو ځان واک ته ورسوي، اوس باید دا ظرفیت هم ولري، چې د هغوی ارادي ته درنښت وکړي او انتخاباتي کمېسیونونه پریږدي چې د دوی لپاره کارول شوې رایې په دقت وشمېري او پایله یې اعلان کړي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې سپارښتنه کړې چې د انتخاباتو پرضد د ناوړو هڅو مخنیوی وشي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، ځینې بهرنۍ او کورنۍ کړۍ هڅه کوي چې انتخابات بدنام او لغوه کړي.
لیکوال پر حکومت غږ کړی چې د داسې کړیو مخه دې ونیسي او د قانون او ملي تصامیمو په جرم یې پر خپله جزا ورسوي.
ځینو نورو ورځپاڼو بیا د جګړې او د سولې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
دنیا:
دنیا ورځپاڼې په افغانستان باندې د امریکا د برید په غبرګون کې د طالبانو اعلامیې ته په ځواب کې وايي چې طالبان باید په جګړه د ټینګار پرځای په سوله تمرکز وکړي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي طالبان دې د امریکايي اشغال د بهانې پرځای افغانان په انتحاري حملو، چاودنو او وسله والو بریدونو کې نه وژني، بلکې سولې ته دې لبیک ووايي او له وینې بهولو دې لاس واخلي.
او په پای کې اصلاح دولتي ورځپانې یو ځل بیا وړاندیز کړی، چې طالبان دې له جګړې لاس واخلي او بین الافغاني مذاکراتو ته دې چمتو شي.