کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د بایومټریک او نابایومټریک رأیو پر سر د بېلابېلو غبرګونونو په اړه لیکلي دي.
ملي ارمان:
ملي ارمان نادولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د نابایومټریک شویو رأیو په اړه د مشرانو جرګې د رئیس د بیاځلي څرګندونو په اړه لیکلي دي.
په سرمقاله کې راغلي چې فضل هادي مسلمیار یو ځل بیا ټینګار کړی چې د لېستونو د نه موجودیت له کبله چې کومې نابایومټریک رأیې په محلونو کې د خلکو له خوا ورکړل شوي، قانوني دي او باید حساب شي.
ورځپاڼه لیکلي چې د مشرانو جرګې رئیس څو ورځې مخکې هم دا خبره کړې وه او ویلي یې وو چې نابایومټریک شوې رأیې مو په پلار هم منم.
دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چې په دې برخه کې د پرېکړې یواځنۍ مرجعه ده، ویلي چې نابایومټریک شوې رأیې نه حسابېږي.
د سرمقاله لیکونکي په باور، د ملي شورا مجلسونه دا صلاحیت نه لري چې انتخاباتي کمېسیونونو ته کرښې وباسي او ورته ووايي چې دا وکړه او دا مه کوه.
هشت صبح:
هشت صبح ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، د نایایومټریک او بایومټریک شویو رأیو تر منځ د توپیر بهیر باید د کاندیدانو د استازو، د مدني ټولنو د غړو او بهرنیو څارونکو په وړاندې ترسره شي، تر څو په دې برخه کې هېڅ ډول پوښتنه او ابهام پاتې نشي.
سرمقاله لیکونکی لیکي، څارونکو په تېرو څو ورځو کې شکایت درلود چې کمېسیون د دوی په کارونو محدودیت وضع کړی، دی ټینګار کوي چې کمېسیون باید دغو شکایتونو ته هم رسېدنه وکړي، ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور، که یادو شکایتونو ته رسېدنه ونشي، وروسته بیا لوی جنجالونه ترې پیدا کېدلی شي.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې د موضوع په اړه لیکلي دي.
انیس لیکي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید جدي هڅه وکړي چې استعمال شوې او خیالي رأیې سره بېلې کړي او د انتخاباتو لومړني نتایج له مهالوېش سره سم اعلان کړي.
سرمقاله لیکونکی لیکي، په دې ډول سره به بیا د نتایجو اعلان هم ټولو کاندیدانو، هم سیاسي ګوندونو او هم خلکو ته د اعتماد وړ وي.
په سرمقاله کې راغلي، دا ځکه مهمه ده چې د ولسمشرۍ کاندیدانو او سیاسي څېرو د بایومټریک او نابایومټریک رأیو په اړه بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.