د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۶

د کابل چاپ ورځپاڼو د ارګ او بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د نظر اختلاف ته کتنه کړې


کابل چاپ اکثرو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر او د سولې د خبرو د ممکنه بیا پیل په اړه د ارګ او بهرنیو چارو وزارت اختلاف ته کتنه کړې.
کابل چاپ اکثرو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر او د سولې د خبرو د ممکنه بیا پیل په اړه د ارګ او بهرنیو چارو وزارت اختلاف ته کتنه کړې.

کابل چاپ اکثرو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر او د سولې د خبرو د ممکنه بیا پیل په اړه د ارګ او بهرنیو چارو وزارت اختلاف ته کتنه کړې.

مسیر:

مسیر نا دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي، پاکستان ته د امریکايي ځواکونو او طالب پلاوي له سفر وروسته، اوس یو ځل بیا دا خبره کېږي چې د طالبانو او امریکا مذاکرات بیاځلي پېلېږي.

په سرمقاله کې راغلي، طالب او امریکايي استازو په اسلام باد کې د دغه هېواد له چارواکو سره پر کتنو سربېره، په خپل منځ کې هم کتلي دي او د خبرو د بیا پیل په اړه یې بحثونه کړي دي.

خو ورځپاڼې لیکلي چې اوس په کابل کې د دې پر ځای چې د خبرو په بیا پیل سره په دغو خبرو کې د ګډون هڅه وشي، خپلمنځي اختلافات او د سولې مخالفت روان دی.

په سرمقاله کې ویل شوي، د بهرنیو چارو وزارت چې د ډاکټر عبدالله په برخه دی، پاکستان ته د طالبانو د سفر هرکلی کوي او د خبرو د بیا پیل تمه لري خو ارګ بیا دا سفرغندي او مخالفت یې کوي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې هم د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې همدې موضوع ته اشاره کړې.

ورځپاڼې لیکلي، سره له دې چې د ملي یوالی حکومت له پیله تر اوسه د هېواد د بهرني سیاست په تړاو ارګ او بهرنیو چارو وزارت واحده تګلاره نه ده غوره کړې او تل په دې برخه کې په نه همغږۍ سره مخته تللي دي، خو اوس د هېواد د بهرني سیاست په تړاو د دواړو لوریو جلا دریځونه او کړکیچ شرموونکی دی.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي څو ورځې مخکې پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر او ورسره د پاکستاني چارواکو د چلند هرکلی وکړ، خو ارګ بیا نه یوازې دا چې دا کار د افغانستان د سولې لپاره بې ګټې وباله، ټینګار یې وکړ چې پاکستاني چارواکو د ډیپلوماتیکو اصولو خلاف د طالبانو هرکلی کړی دی.

دنیا:

د دنیا ورځپاڼې سرمقاله هم همدې موضوع ته ځانګړې ده. ورځپاڼه لیکي، دا وضیعت د افغانستان او د دې ملت راتلونکې ته تر زهرو زیات خطرناک تمامېږي.

سرمقاله لیکونکی زیاتوي، زما په باور افغانستان نور وصل ته اړتیا لري او ټول سیاسي لوري باید په ملي او نړیوالو مسایلو کې سره یوه خوله شي.

په سرمقاله کې راغلي، افغانستان نور د دې توان نه لري چې د شخصي او ټیمي مسایلو لپاره قرباني ورکړي او له موجوده بحراني وضیعت نه د وتلو لپاره مرهمونو او پټیو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG