د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره پاکستان ته د طالب پلاوي او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سفر په اړه لیکنې خپرې کړې دي.
ملي ارمان:
ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکلي، د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د طالبانو یو ۱۲ کسیز پلاوی پاکستان ته ولاړ او د هغه هېواد له یو شمېر چارواکو سره یې ولیدل.
ورځپاڼه زیاتوي، دا په داسې حال کې ده چې زلمی خلیل زاد هم اسلام اباد ته تللی او ممکن دی هم په پلاوي کې له شاملو طالبانو سره وګوري.
په سرمقاله کې راغلي، له پاکستاني چارواکو سره دا لیدنې کتنې امریکا ته د پاکستان د صدراعظم تر سفر وروسته کېږي او ویل کېږي چې ښايي عمران خان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په لیدنه کې دا غوښتي وي چې د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ دې د سولې خبرې بیا پیل شي.
سرمقاله لیکونکی ټینګار کوي، که چېرې بیا د سولې خبرې پیلېږي نو شرط یې باید اوربند وي.
سرخط:
سرخط ورځپاڼې بیا د دغه سفر په اړه لیکي چې امریکا دوه مخی سیاست لوبوي، ځکه له یوې خوا یې طالبانو سره خبرې لغوه کړې او له بلې خوا یې د افغانستان د سولې لپاره خپل خانګړی استازی پاکستان ته ولېږه چې د دغه هېواد له چارواکو سره وګوري.
خو ورځپاڼه لیکي، دا ځل دا لیدنې کتنې او خبرې د طالبانو د ملاتړي هېواد پاکستان په کوربه توب مخته ځي او ولیدل شي چې پاکستان د خلیلزاد مخته کومه نوې سناریو ږدي.
اصلاح:
اصلاح ورځپاڼې هم پاکستان ته د طالب پلاوي او زلمي خلیل زاد سفر ته په اشارې سره لیکلي، باید په دغو خبرو کې پر اوربند، د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي پر راکمولو او د افغانستان له دولت سره د سولې په خبرو ډېر ټینګار وشي.
ویسا:
ویسا نادولتي ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې د افغانستان د سولې د موضوع په اړه لیکلي.
ویسا لیکي، د ټرمپ له خوا د سولې د خبرو اترو تر لغوه کېدو وروسته، روسیې، چین، ایران او پاکستان ته د طالبانو د مشرانو سفرونه او د سولې په باب د دوی د خبرو او نظرونو غبروګون داسې ښيي چې د امریکا او طالبانو تر منځ به ځنډول شوې خبرې بیا پیلېږي او بین الافغاني خبرې به هم خامخا پېلېږي.
خو ورځپاڼه لیکي چې د بین الافغاني خبرو څرنګوالی د تلې د شپږمې په انتخاباتو پورې تړلی دی چې نتیجه به یې څه راوزي؟