د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۶

هشت صبح: هیڅوک باید د انتخاباتو د نتیجو په اړه وړاندوینه ونه کړي


هشت صبح ورځپاڼې ویلي، هیڅوک باید د انتخاباتو د نتیجو په اړه وړاندوینه ونه کړي.
هشت صبح ورځپاڼې ویلي، هیڅوک باید د انتخاباتو د نتیجو په اړه وړاندوینه ونه کړي.

کابل چاپ نننیو ورځپانو د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو د نتایجو په تړاو د یو شمېر نوماندانو او د دوی د مرستیالانو له خوا د مخکې تر مخکې وړاندوینو په اړه تبصري کړي دي.

هشت صبح:

هشت صبح ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې سرمقالې ته دا عنوان ورکړی چې د خلکو درد او رنځ مه زیاتوئ!

سرمقاله لیکونکي، د ولسمشرۍ د یو شمېر نوماندانو او د دوی د مرستیالانو له خوا په انتخاباتو کې مخکې له وخته د دوی د بریا د اعلان موضوع ته اشاره کړې او ويلي چې دا ستونزې ډېروې.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، هیڅوک باید د انتخاباتو د نتیجو په اړه وړاندوینه ونه کړي.

هشت صبح زیاتوي، نوماندان باید خپل پلویان او انتخاباتي ټیمونه په دې وپوهوي، کومه وړاندوینه چې د انتخاباتو د نتایجو په اړه یې لري په عمومي فضا کې مطرح نه کړي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي چې انتخاباتي چارې باید انتخاباتي کمیسیونونو ته پرېښودل شي.

د سرمقله لیکونکي په باور، د افغانستان ځوانه ډیموکراسي چې د افغانستان خلکو د هغې لپاره قرباني ورکړي، هغه مهال پیاوړې کېدای شي چې بنسټونو ته ارزښت ورکړل شي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې همدې موضوع ته اشاره کړې.

دغې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په استناد لیکلي، نوماندان دې د ټاکنو د پایلو اعلان د انتخاباتو کمیسیون ته پرېږدي او دوی دې مخکې له مخکې د بریاوو ادعاوې نه کوي.

خو ویسا لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له اعلامیې وروسته، د دولت جوړونکي ټیم مرستیال امرالله صالح په یوه خبري کنفرانس کې د خپلو هغو خبرو له محتوا انکار وکړ چې له امریکا غږ سره یې مرکه کې کړې وې. صالح هم وویل چې دا د اړوندو کمیسیونو کار دی چې پایلې یې اعلان کړي.

خو سرمقاله لیکونکي هم وړاندوینه کړی او لیکلي، ظاهراً داسې ښکاري چې د ۲۰۱۴ کال سناریو یو ځل بیا تکرار شي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د انتخاباتو کمیسیون لخوا د خپرو شویو راپورونو له مخې داسې ښکاري چې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې به تر یوې میاشتې وخت ونیسي.

خو سرمقاله لیکونکي ټینګار کړی چې د انتخاباتو کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دواړه باید خپل چاري چټکې کړي.

په سرمقاله کې راغلي، خلک په دې اړه اندېښنه لري او پکار ده چې دې اندېښنو ته په وخت ځواب ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG