کابل چاپ نننیو ټولو ورځپاڼو د جمهوري ریاست د تېرې ورځې د ټاکنو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، د جمهوري ریاست رڼو ټاکنو، د ښه افغانستان زیری ورکړ.
ورځپاڼه زیاتوي، ټاکنې له وړو تخنیکي ستونزو سره ملې وې، خو دومره نه چې د انتخاباتو شفافیت ته زیان ورسوي.
د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي چې نوماندان دې د خلکو تصمیم ته چې انتخابات و، درناوی ولري او د ټاکنو پایلې دې ومني.
مسیر:
د مسیر خپلواکې ورځپاڼې "په ټاکنو کې د خلکو کم ګډون لاملونه او پر مشروعیت یې اغېز" تر عنوان لاندې سرمقاله کې ویلي، که څه هم تراوسه په ټاکنو کې د خلکو د ګډون په اړه کره ارقام په لاس کې نشته، خو د څار بنسټونه دغه شمېر دوه میلیونه ښوولی.
دا چې ولې د خلکو ګډون کمرنګه و؟ د لیکوال په باور، امنیتي ستونزې، د پیاوړي کاندید نه شتون، د ټاکنو پر کمېسیون د ولس کم باور او نور بېلابېل عاملونه و.
د سرمقالې لیکوال د خلکو کم ګډون ته په اشارې سره بله پوښتنه کړې، چې راتلونکی حکومت به مشروعیت ولري؟
د ورځپاڼې په باور، دوه میلیونه کسان د ۳۰ میلیونو کسانو برخلیک نه شي ټاکلی، نو لازمه ده چې د سولې لپاره کار وشي.
هشت صبح:
هشت صبح ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې نوماندانو ته سپارښتنه کړې چې د ټاکنو د پایلو تر اعلان پورې دې له حوصلې کار واخلي.
ورځپاڼه لیکي، وړاندې له دې چې نوماندان، د درغلیو، د بریالیتوب یا دویم پړاو ته د ټاکنو د تګ ادعا وکړي، پکار ده چې ټاکنیزو کمېسیونو ته وخت ورکړي، چې دوی په سمه توګه خپل کار سرته ورسوي.
ویسا:
د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، ولس د جمهوري ریاست ټاکنې تحریم کړې.
د سرمقالې د لیکوال په باور، روانه ناامني او د بیومټریک دستګاوو ستونزه په ټاکنو کې د خلکو د کم ګډون دلایل دي.
ورځپاڼه لیکي، د ولس له کم ګډون سره بېره که په ټاکنو کې درغلي ثابته شوه، بیا خو به هېواد یو بل درانه بحران ته ولاړ شي.
دنیا:
دنیا ورځپانې په خپله سرمقاله کې لیکلي، کله چې په افغانستان کې د سولې بهیر سبوتاژ شو او پر افغانانو ټولې لارې وتړل شوې، دوی د مجبورۍ په حالت کې د ټاکنو لور ته بوتلل شول.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، افغانانو له ستونزو سره سره په ډېره مینه په انتخاباتو کې ګډون وکړ او خپله رایه یې وکاروله او اوس کمېسیون ته مسوولیت ورګرځي چې د انتخاباتو شفافیت تامین کړي.