د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۶

دنیا ورځپاڼه: ملکي تلفاتو سره په هېواد کې ناامنۍ زیاتیږي


د کابل چاپ ورځپاڼو تر ډېره په هلمند کې د ځانګړو ځواکونو د وړمې شپې عملیاتو باندې تبصرې کړې دي.
د کابل چاپ ورځپاڼو تر ډېره په هلمند کې د ځانګړو ځواکونو د وړمې شپې عملیاتو باندې تبصرې کړې دي.

د کابل چاپ ورځپاڼو تر ډېره په هلمند کې د ځانګړو ځواکونو د وړمې شپې عملیاتو باندې تبصرې کړې دي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې خپله سرمقاله په هلمند کې د ملکیانو وروستیو تلفاتو ته ځانګړې کړې او لیکلي یې دي چې ملکي تلفاتو سره په هېواد کې ناامنۍ زیاتیږي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې په تېرو اتلسو کلونو کې بار بار د افغانستان دولتي ځواکونو او ناټو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ملکیان په نښه شوي چې تازه پېښه يې د هلمند په موسی قلعه ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د سرمقالې لیکوال ادعا کړې چې په موسی قلعه کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي حملې له امله چې د واده مراسم یې په نښه کړي، نزدې څلویښت ملکیان وژل شوي دي.

دورځپاڼې په لیکنه، دا نه لومړۍ پېښه ده او نه هم شاید وروستۍ شي، خو سرمقاله لیکونکي ویلي چې دغه وضعیت به تر کومه روان وي؟ ایا د ملکیانو په وژلو سوله راتلی شي؟

د ورځپاڼې په باور، له یوه پلوه د ښکیلو لوریو له خوا د جګړې شدت او له بل لوري، د سولې چیغې وهل دوه هغه متضاد مسایل دي چې هیڅ منطق نه لري.

په سرمقاله کې له حکومته غوښتنه شوې چې باید د دغه ډول وضعیت مخنیوی وکړي ځکه که د ملکیانو په وړاندې تاوتریخوالی دغسې روان وي، نو خلک به د نظام پر ضد راپاڅیږي او افغانستان به یوه نابودوونکي بحران ته ټيل وهل شي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې د موسی قلعه پېښې ته بېله کړې او پوښتنه یې کړې چې د ملکي خلکو وژنه تر څه وخته پورې؟

په سرمقالې کې راغلي چې خلکو ته مهمه دا ده چې د دغه ډول پیښو مخه ونیول شي نه دا چې چارواکي خواشیني څرګنده کړي او ځانونه له مسئولیته خلاص کړي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، د جګړې پرمهال د جنګي قواعدو رعایتول حتمي دي او خلک غواړي چې امنیتی ځواکونه د هلمند د موسی قلعه ولسوالۍ د ملکي تلفاتو له پیښې پند واخلي او بیا داسی ظلم تکرار نه کړي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې هم همدې مسلې ته په اشارې سره لیکلي دي چې هلته په هلمند کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو دلته په کابل کې حکومتي مشران په خپلو کمپاینونو بوخت دی.

ملي ارمان:

او ملي ارمان ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چین د افغانستان د سولې له بهیر سره همکاري کوي.

دغې ورځپاڼې د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله لیکلي بیجینګ تمه لري چې د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ خبرې پيل شي.

وړاندې په مطلب کې راغلي په افغانستان کې د امنیت او ثبات په هدف چین د بین الافغاني مذاکراتو نه فوري ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG