هشت صبح:
هشت صبح ورځپاڼې پروان کې د طالبانو وروستی برید یو جنایت بللي او لیکلي دي چې دا یوه بې رحمانه حمله وه چې پکي ډيرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سرمقالې لیکوال لېکي، لوی واقعیت دا دی چې امنیتي ځواکونه د کمپاینونو د امنیت د ټينګښت توان نه لري او تر ډيره ولس قرباني دی.
د سرمقالې د لېکوال په باور، اړینه لاره داده چې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان ژر تر ژره د کمپاینونو د بڼې د بدلون په تړاو خبرې وکړي.
سرخط:
سرخط ورځپاڼې روسیې او چین ته د طالب استازو سفر ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې "طالبان خپل سرکښان د سولې په بل چانس پسې ځغلوي."
وړاندې په مطلب کې راغلي، له هغه وروسته چې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې لغوه شوې، ښکاري چې طالب استازي په خپلو کړو پېښمانه دي او د دغو مذاکراتو د بېرته پیلېدو هڅه کوي.
د مطلب لیکوال لیکي چې په قطر کې د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو په موده کې طالب استازي له امریکایانو سره د مذاکره کوونکو په توګه بحث ته نه وو حاضر شوي، بلکې لا هم په خپل سخت دریځ ولاړ و او پر جګړې يې ټینګار کاوه.
ورځپاڼه زیاتوي چې طالبانو د سولې له مذاکراتو سره هم مهاله په افغانستان کې جګړې ته هم زور ورکړی وو چې بالاخره دا کار يې په تاوان تمام شو.
په مطلب کې د سیاسي چارو د یو شمېر شنونکو له قوله ویل شوي چې طالبانو له پاکستان سره په همغږې او مشوره، له امریکا سره په پیل کړې لوبه کې داسې ماتې وخوړه چې اوس يې ورته جبران سخت دی.
سرخط لیکلي، طالبانو باید د سولې له رامنځته شوي فرصته ښه ګټه اخیستې وای او په خپل دریځ کلک نه وای ولاړ.
د سیاسي چارو شنونکو ویلي که طالبانو په همدې لیوالتیا د افغانستان لخ حکومت سره خبرې اترې کړې وای، ښايي اوس به یوې مطلوبې پایلې ته رسېدلي وو.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې بیا ادعا کړې چې یو شمېر انتخاباتي ټيمونه په پلازمینه کابل او یو شمېر ولایتونو کې، په انتخاباتي غونډو کې ګډون کوونکو ته پیسې ورکوي.
ورځپاڼه لیکي، ځینو کاندیدانو خپلو غونډو ته مزدورکاران وړي او له اته سوه افغانیو نیولې تر زر افغانیو پورې پیسې ورکوي.
ملی ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، اشرف غني باید د عبدالله عبدالله تورونو ته ځواب ورکړي.
ورځپاڼه زیاتوي، ښاغلي عبدالله په وروستۍ مناظره کې پر ولسمشر غني ګڼ تورونه ولګول خو غني دغه مناظرې ته رانغی چې ملت ته ځواب ورکړي.
د سرمقالې د لیکوال په باور، دا چې ولسمشر غني له عبدالله سره په مناظره کې ګډون ونه کړ، باید د یوې ګډې مرکې فرصت برابر شي او وروستیو تورونو په تړاو ځواب ورکړي.