د پاکستان صدراعظم عمران خان نن چهارشنبه تورخم ته سفر کوي او د یو لړ مراسمو په لړ کې به په رسمي ډول ددغې پولې د ۲۴ ساعته پرانیستې ساتلو اعلان وکړي.
که څه هم په پام کې وه چې عمران خان څلور ورځې وړاندې (سپټمبر ۱۴مه) تورخم ته لاړ شي، خو د راپوورنو له مخې نوموړي د ځینو بوختیاوو له امله دا سفر وځنډوه.
تورخم ته د پاکستان د صدراعظم د سفر پر مهال به له هغه سره د خیبر پښتونخوا ایالت جګپوړي چارواکي هم وي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې عمران خان به اعلان وکړي چې د تورخم پوله به له افغانستان سره د تګ راتګ پرمخ ۲۴ ساعته پرانستې وي.
ښاغلی خان د تورخم په اړه داسې مهال دا پرېکړه کوي چې په وروستیو کلونو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د پخوا په پرتله ترټولو ټیټې کچې ته رسېدلې او د دواړو هېوادونو او په تېره بیا پاکستاني سوداګر یې اغېزمن کړي.
پاکستاني چارواکو ویلي چې عمران خان دا پریکړه له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د لا غوړېدا او د خلکو ترمنځ د دوستۍ پیاوړي کېدو لپاره کړې ده.
خیبر پښتونخوا ایالت اعلی وزیر محمود خان د صدراعظم عمران خان تر سفر یو ورځ مخکې د نیول شویو تدابیرو د ارزولو لپاره تورخم ته تللی و.
بلخوا د ننګرهار ولایت ویاند عطاء الله خوږیاڼي په تورخم کې د ځانګړو مراسمو د ترسره کېدو خبر ورکړی، خو په دغه مراسمو کې یې د ننګرهار د چارواکو د ګډون په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې عمران خان د روان کال په پیل کې اسلام اباد ته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر پرمهال اعلان وکړ چې ډېر ژر به د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د تورخم پوله ۲۴ساعته فعاله کړي.
تورخم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ تر ټولو ستره لار ده چې هره ورځ پرې زرګونه کسان دواړو هېوادونو ته تګ راتګ کوي او همداشان سلګونه باروړونکي موټر سوداګریز توکي لېږدوي.