د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي، پاکستان په تورخم بندر کې افغان سوداګرو ته ځينې اسانتياوې برابرې کړې دي.
تر دې مخکې پاکستاني مطبوعاتو راپور ورکړى و چې تورخم بندر به په اګسټ مياشت کې د تجارت د ودې په هدف ۲۴ ساعته پرانيستى وي.
په وروستيو کلونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت اندازه د پام وړ کمه شوې ده.
صالح محمد صالح د مرکې په پيل کې د سوداګرۍ او صنايعو خونو له سرپرست خان جان الکوزي پوښتنه کړې، چې ايا تورخم بندر رښتيا هم د ۲۴ ساعتونو لپاره فعال دى؟