- ملي ارمان
ملي ارمان ورځپاڼې یو وار بیا هم د پلازمینې په ګډون په بیلابیلو ولایتونو د برښنا پرې کېدو موضوع راخیستي او لیکلي یې دي چې طالبان له خلکو انتقام اخلي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، له څو ورځو راهیسې طالبانو له ازبکستان او تاجکستان نه د وارداتي برښنا مزي پرې کړي او خلک یې له برښنا محروم کړي دي.
د سرمقاله لیکونکي د معلوماتو له مخې، کله چې طالبانو په پسرلي کې د الفتح په نوم عملیات پيل کړل، کومه مهمه لاس ته راوړنه یې نه درلوده، نو خپله ناکامۍ اوس د برښنا په پرې کولو جبرانوي.
د لیکوال په اند مهمه خبره داده چې حکومت په دې قادر نه دی چې د نړېدلو پایو د ترمیم لپاره سیمو ته د انجینرانو تګ امنیت خوندي کړي.
د سرمقالې په پای کې راغلي، د برښنا په نه موجودیت کې خلک له ستونزو سره مخ دي او تمه لري چې حکومت باید زر تر زره د برښنا نړېدلې پایې بېرته ورغوي.
- سرخط
سرخط ورځپاڼې لیکلي، په داسې حال کې چې ولسمشریزو ټاکنو ته پوره یوولس ورځې پاتې دي لا هم خلک وخت لري چې د ټولو نوماندانو په اړه غور وکړي او د هيواد د ښې راتلونکې لپاره ترې یو انتخاب کړي.
د دې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي دي چې د رايې استعمال یو مسولیت دي باید په مسولیت استعمال شي خو سرمقاله لیکونکی لیکي که خلک د رايې په استعمال کې بې غوري وکړي او خپل مسولیت په ښه توګه ادا نه کړي نو د هيواد راتلونکی به د داسې چا لاس ته وغورځيږي چې د جوړېدو پر ځای به يې د ورانۍ خواته بیولی وي.
سرمقاله لیکونکی لیکي چې که څه هم تر دې دمه نوماندانو خپلې برنامې ولس ته نه دي تشریح کړي او خپل ټول وخت يې د نورو نوماندانو په تخریب تېر کړی خو ولس باید دوی مجبور کړي چې خپل راتلونکي پلانونه تشرېح کړي.
د سرمقالې لیکوال له خلکو غوښتنه کړې چې په دې ملي پروسه کې په پراخه کچه برخه واخلي او دا پروسه بریالۍ کړي.
- ماندګار
ماندګار ورځپاڼې بیا په هيواد کې د ناامنیو زیاتېدو ته اشاره کړې او لیکلي دي چې په وروستیو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې ناامنیو زور اخیستی دی.
د سرمقالې د لیکوال په اند، روانې ناامنۍ به د انتخاباتو په ورځ د رایې ورکونې او د خلکو په حضور هم منفي اغیزې ولري او ډيری خلک به زړه ښه نه کړي چې ټاکنو کې برخه واخلي.
- ویسا
ویسا ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د ګالپ په نوم نړیوالې موسسې وروستۍ څېړنې ته اشاره کړې او لیکلي دي چې پنځه اتیا سلنه افغانان د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې د دغه مرکز د څېړونو پایلې په افغانستان کې له حقایقو سره سر خوري ځکه د سرمقالې د لیکوال په وینا په هغه هيواد کې چې په ورځني ډول سلګونه ځوانان وژل کیږي او نږدې شپیته سلنه خلک يې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، خود به يې ولس ژوند ته نهیلی کیږي.
- هېواد
او هيواد دولتي ورځپاڼې لیکلي دي که څه هم وسله والو مخالفینو د ولسمشریزو ټاکنو د ګډوډولو ګواښ کړی، خو د سرمقالې لیکوال باور لري چې افغانانو په ټاکنو کې د برخه اخیستنې لپاره پراخ ترتیبات نیولي دي.