د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو د بېلابېلو مسایلو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې د امریکا د پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې د افغانستان د تجزیې غوښتنه يې کړې.
د ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي چې که د کوم بل هېواد په اړه جوبایډن دغه ډول څرګندونې کړې وای، نو حکومت به يې سفیر له خپلې خاورې ورشړلی وای او د دغه امریکايي چارواکي پر ضد به يې لاریونونه کړي وای.
سرمقاله لیکونکی لیکي چې افغان ولس پرون هم یو موټي و، نن به هم وي او سبا يې هم څوک ملي یووالی نه شي زیانمنولی.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې که د جوبایډن خبرې جدي ونه نیول شي، نو سبا ته به په همغو فتنو کې راګیر شو چې روغ وتل ترې ناممکن دي.
د سرمقالې لیکوال غوښتنه کړې چې باید په دغه ډول مسایلو کې ولس یو موټی شي، سیاسي مشران کوچني مخالفتونه پرېږدي او د ولس د اوسنۍ بدې وضعې غم وخوري او هېڅ چاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان په اړه دغه ډول مغرضانه څرګندونې وکړي.
دنیا:
دنیا ورځپاڼې په بغلان کې د وسله والو مخالفینو له لوري د افغانستان په دولسو ولایتونو د برښنا د پرې کولو موضوع راخیستې او لیکلي یې دي چې طالبانو له ټول ولس سره دښمني راخیستې ده.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې که طالبان وايي چې له حکومت او امریکا سره دښمني لري، نو د عامه تاسیساتو ورانول په څه معنا؟
سرمقاله لیکونکی لیکي چې په تېرو اتلسو کلونو کې وسله والو مخالفینو د خلکو په منځ کې انتحاري حملې او بمې چاودنې کړي او عامه تاسیسات يې وران کړي او په دې سره يې له ولس سره ښکاره دښمني کړې ده.
د سرمقالې لیکوال باور لري چې په دې کار سره له طالبانو د ولس نفرت نور هم ډېرېږي او له ولس سره د دغې ډلې د بېرته یو ځای والي پروسه په ټپه درېږي.
په سرمقاله کې راغلي چې که طالبان په راتلونکې کې د سیاسي مشارکت غوښتونکي وي، نو باید د عامه تاسیساتو ورانول بند کړي او نورو وسله والو ډلو ته هم اجازه ورنه کړي چې د افغان ولس لپاره سر درد جوړ کړي.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې په سرمقالې کې د ګلبدین حکمتیار وروستیو څرګندونو ته په اشارې لیکلي، ښاغلی حکمتیار له خپلو ټولو هغو جنایتونو منکر شو چې د کابل د خلکو په حق کې یې ترسره کړي دي.
خو وړاندې په سرمقاله کې راغلي، حکمتیار له دې غافل دی چې افغانان د ده د ټولو جنایتونو شاهدان وو او هېڅ کله به د خلکو له ذهنونو پاک نه شي.
د سرمقالې لیکوال لیکي، د افغانانو د بدبختۍ ورځې له اویایمې لسیزې وروسته پیلېږي، هغه مهال چې د حکمتیار په ګډون نورې جهادي ډلې او مشران له خپلو ټولو جنایتونو وروسته کابل ته راغلل او کورنۍ جګړې يې پیل کړې چې دغه بدبختۍ تر نن ورځې دوام لري.
هشت صبح:
هشت صبح ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د اروبند لپاره باید هڅې تېزې شي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په دې وروستیو کې داسې اندېښنې مطرح شوي چې ګنې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یوځل بیا پرېکړه وکړي چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وباسي چې په دې سره به وضعیت لاپسي کړکېچن شي.
د سرمقالې د لیکوال په باور، تر ټولو ښه لار دا ده چې د هېوادونو له لوري پر طالبانو فشار راوستل شي، څو طالبان دې ته اړ شي چې اوربند وکړي، کنه د بیا ځلې مذاکراتو په پیل سره به هم ستونزه هواره نه شي.