کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د سولې پروسې او د هغې د لغوه کېدو په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو لیکنې او تبصرې کړي دي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې پوښتنه کړې چې د دوحې خبرې د سولې مذاکرات، که پر افغانستان معامله؟
د لیکوال په باور، زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره د افغانستان په سر معامله کړې وه، خو دا معامله افغان ولس ته د منلو وړ نه وه.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، امریکا افغانستان او افغانستان امریکا ته جدي اړتیا لري، نو پکار ده چې افغان سیاستوال د سولې په اړه د امریکا د ولسمشر او د هغه هېواد د کانګرس سر ور خلاص کړي.
سرخط:
د سرخط ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، وسله وال طالبان د افغانانو په وینه نه مړېږي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، وسله والو طالبانو په دوحه کې له امریکایانو سره د سولې له خبرو اترو سره هم مهاله په افغانستان کې جګړه سخته کړه او هره ورځ به یې لسګونه افغان کورنۍ د خپلو بچیانو او خواخوږو د غم پر ټغر کېنولې.
د لیکوال په اند، بین الافغاني مذاکرات او تفاهم په هېواد کې د روان کرکېچ یوازنی حل دی او طالبان چې څومره په بهرنیو استخباراتو او ادرسونو وګرځي، هېڅ به هم ترلاسه نه کړي.
ویسا:
ویسا ورځپانې په خپله سرمقاله کې لیکلي، افغانان په کوم لور روان دي؟
په سرمقاله کې یادونه شوې، کله چې د سولې پروسه د ټرمپ له خوا لغوه شوه، د طالبانو پر خلاف د توندو اوسختو ګوزارونو اعلانونه وشول، خو څو واقعیتونه پر خپل ځای دي چې وروسته به یې اغېز د هېواد پر برخلیک هم خامخا لوېږي.
د لیکوال د معلوماتو له مخې، دا چې سمدستي سوله منتفي او انتخابات پر سر ولاړ دي، حکومت په ډېر لوی ازمېښت کې ځان غورځولی دی.
د لیکوال په باور، که څه هم ولسمشر غني سر له اوسه د راتلونکي ولسمشر اکټونه کوي، خو په دغه ټیم او د انتخاباتي کمېسیونونو په دغه ترکیب، طالبانو ته له ټټر وهلو سره ډېره ګرانه ښکاري چې داسې انتخابات ترسره شي چې افغان ولس او د نړۍ قناعت پرې ترلاسه شي.
دنیا:
دنیا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې افغانان د جوبایډن په غلط نیت پوه دي.
د امریکا متحده ایالاتو مخکني مرستیال ولسمشر او راتلونکو جمهوري ریاست ټاکنو ته د ډموکراتانو نوماند جوبایډن ویلي چې افغانستان کې وضعیت سمېدونکی نه دی او دا هېواد باید په درې برخو ووېشل شي.
د لیکوال د معلوماتو له مخې، دا لومړی ځل نه دی چې امریکايي چارواکي دا ډول څرګندونې کوي، بلکلې ګڼو امریکايي سیاستوالو او چارواکو دا خبره کړې چې د افغانانو له کلک غبرګون سره مخ شوي.