بریتانیا وايي، دوی درېیمه جنګي بېړۍ هم د فارس خلیج ته استولې څو دغلته د بریتانوي کښتیو ازاد تګ راتګ ډاډمن کړي.
د بریتانیا د دفاع وزیر بین ولس وايي، چېرې چې د بریتانیا بیرغ لرونکې بېړۍ تګ راتګ کوي او خوندیتوب یې له خطر سره مخ وي، دوی به یې د ملاتړ لپاره هلته و اوسي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اېچ اېم اېس دیفینډر په نوم دا جنګي بېړۍ به د فارس په خلیج کې د مونټروس او کیڼت له جنګي بېړیو سره یو ځای شي، څو دغلته په هرمز تنګي کې د بریتانیا د بیرغ لرونکو بېړیو تګ راتګ خوندي کړي.
هرمز تنګی د نړۍ د تجارتي بېړۍ چلونې یوه مهمه لاره ده.
په دې سیمه کې د کښتیو د ازاد تګ راتګ په وړاندې وروسته له هغې اندېښنې زیاتې شوې چې د ایران سپاه پاسداران ځواک د بریتانیا یوه بیرغ لرونکې بېړۍ ونیوه.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم په فارس خلیج کې د غیر قانونې لاسوهنې او ځورونې په وړاندې د بېړیو د بدرګې په برخه کې د نړیوالو هڅو غوښتنه کړې.
امریکا اندېښنه لري چې ایران په هرمز تنګي کې چې له خلیج څخه د تېلو د انتقال مهمه لاره ده، د لوېدیځو بېړیو په وړاندې ستونزې جوړوي.
بریتانیا، ځینو نورو لوېدیځو هېوادونو او د خلیج ځینو دولتونو د ټرمپ دې غوښتنې ته مثبت ځواب ویلي.
واشنګټن ایران یا له ایران سره تړلي عناصر په هرمز تنګي کې په تېرو دوو میاشتو کې پر بېړیو د یو لړ بریدونو په ترسره کولو تورنوي.
ایران دا تورونه ردوي.
ایراني چارواکي چې پرله پسې وايي چې د هرمز تنګی د دوی تر نږدې څار لاندې دی، په وروستیو کې یې ویلي چې په دې سیمه کې بهرنی نظامي حضور د بې ثباتۍ سبب کېږي.
د لندن او تهران ترمنځ ترینګلتیا وروسته له هغې زیاته شوه چې د جولای په څلورمه نېټه د بریتانیا شاهي ځواکونو د تېلو یو ایرانی ټانکر په جبل الطارق کې په دې شک ونیوه چې ګوندې سوریې ته چې د اروپايي ټولنې له خوا پرې بندیزونه لګېدلي، تېل انتقالوي.
دا ټانکر وروسته له هغې چې سوریې ته د نه تګ تضمین یې ورکړ، پرېښودل شو او د راپورونو له مخې دا مهال د مدیترانې په سمندر کې د ترکیې په خوا روان دی.
امریکا بیا د ایران د سپاه پاسداران ځواک سره د مرستې په تور د دې ایراني ټانکر د بیا نیولو حکم جاري کړی دی.
امریکا د ایران سپاه پاسداران ځواک د یو ترهګر سازمان په توګه پېژني.
د بریتانیا له خوا د دې تېل وړونکې ایرانۍ بېړنۍ له نیول کېدو وروسته د ایران سپاه پاسدارن ځواک د جولای په ۲۰مه نېټه په هرمز تنګي کې د بریتانیا بیرغ لرونکې یوه بېړۍ ونیوله.
دا او د بېړیو د تګ راتګ په وړاندې نورې پېښې ددې سبب شوې چې امریکا او لوېدیځ متحدان یې لکه بریتانیا او نور د فارس خلیج په اوبو کې د خپلو کښتیو د خوندیتوب لپاره اضافي تدابیر ونیسي.