د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

عام خلک: کاندیدان دې یوازې په کابل کې په کمپاین تمرکز نه کوي


د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د نوماندانو یو انځور
د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د نوماندانو یو انځور

که څه هم د جمهوري ریاست له انتخاباتي کمپاینونو یوه اوونۍ تېرېږي، خو یو شمېر عام خلک وايي چې تر اوسه په ولایتونو کې کمپایني غونډې نه دي نیول شوي.

په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره کمپاینونه په پلازمېنه کابل کې هم پڅ روان دي، د ولایتو یو شمېر اوسېدونکي وايي، په ولایتونو کې تر اوسه کومه کمپاینې غونډه نه ده جوړه شوې او د کاندیدانو عکسونه هم ډېر نه دي نصب شوي.

د کندهار، بدخشان او پکتیا درې تنه اوسېدونکو په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"اجمل یم، له بدغه مرغه په کندهار کې د یوه کاندید عکس یا کمپاین مو هم نه دی لیدلی، نو څنګه به موږ کاندید وپېژنو او څنګه به رأیې ورکړو؟"

"محمد اصف یم، له څه وخته چې کمپاینونه پیل شوي، په بدخشان کې یې هېڅ څوک په اړه معلومات نه لري، له کاندیدانو غواړو چې یوازې په کابل کې په کمپاین تمرکز ونه کړي، ولایتونو ته یې پراخ کړي، تر څو خلک د کاندیدانو به پروګرامونو خبر او بیا رأیې ورکړي."

"ولي ګل یم د پکتیا ولایت اوسېدونکی، یوازې په کابل کې کمپاینونه او د نوماندانو عکسونه بسنه نه کوي، کاندیدان باید خپل کمپاینونه ولایتونو او حتی ولسوالیو ته وغځوي."

د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره کمپاینونه د تېرې یکشنبې په ورځ پیل شول چې د اتلسو کاندیدانو له ډلې یوازې محمد اشرف غني دوه ځلې او ګلبدین حکمتیار، عبدالله عبدالله، رحمت الله نبیل او سید نورالله جلیلي بیا یو یو ځلې کمپایني غونډې درلودې او بل کاندید عنایت الله حفیظ بیا د کمپاین په دود له خپلو پلویانو سره د کابل په لوېدیځ کې سړکونه پاک کړل.

له قانون او انتخاباتي مهالوېش سره سم د جمهوري ریاست کاندیدان شپېته ورځې وخت لري چې خپل پلانونه په غونډو، بینرونو او بېلابېلو نورو لارو خلکو ته واضح کړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له ټولو کاندیدانو غواړي چې د خپلو پروګرامونو د تشرېح له لارې خلک په خپلو پروګرامونو پوه او دوی وهڅوي چې په راتلونکو انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویندوی د دفتر سرپرست ذبیح سادات
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویندوی د دفتر سرپرست ذبیح سادات

​د دغه کمېسیون د ویندوی د دفتر سرپرست ذبیح سادات په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: د انتخاباتو کمېسیون کاندیدانو ته په ټول افغانستان کې اسانتیاوې برابرې کړي، موږ له ټولو کاندیدانو غواړو چې خپل کمپاینونه ولایتونو، ولسوالیو او حتی کلیو ته پراخ کړي، څو د دوی باور ترلاسه کړي.

بل خوا د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي چې اقتصادي او امنیتي ستونزې او په ټیمونو کې خپلمنځي اختلافات هغه څه دي چې له امله یې کاندیدان تر اوسه ولایتونو ته د خپلو کمپاینونو په غځولو نه دي بریالي شوي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت په ولایتونو کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکوي او وايي چې دغه پروسه ورته لومړیتوب لري.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: څنګه مو چې په کابل کې کاندیدانو او کمپایني غونډو ته امنیتي تدابیر نیولي، په ولایتونو کې مو هم ورته اقدام کړی، د انتخاباتو امنیت موږ ته لومړیتوب لري، پولیس، کشف، استخبارات او ټول امنیتي ځواکونه د دې پروسې تر شا ولاړ دي.

د جمهوري ریاست مطرح انتخاباتي ټیمونه هم وايي چې دوی په ولایتونو کې د پراخو کمپایني غونډو پلان لري او په نږدې راتلونکې کې به یې پیل کړي.

XS
SM
MD
LG