د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

کابل ښاریان: څو چې رشوت ورنه‌کړې ناممکه ده چې څوک دې کار اجراء کړي


یو شمېر کابل ښاریان
یو شمېر کابل ښاریان

ځیني کابل ښاریان په دولتي ادارو کې د فساد له زیاتیدو شکایت کوي،دوی شکایت کوي چې د فساد سطحه لوړه شوې ده او وايي، په دولتي ادارو کې بډو اخېستو خواشیني کړي دي.

د کابل ښار یو اوسېدونکی شېر افغان شیرزی وايي: "هر کار چې ولرئ حتی که د تقاعد اسنادو پسې ګرځې، تر هغې چې رشوت ور نه‌کړې ناممکه ده چې څوک دې کار اجراء کړي، ښايي کلونه پرې تېر شي."

میر افغان بیا وايي: "فساد په هرځای کې شته. په محکمه،څارنوالۍ او ټولو دولتي ادارو کې خدای دې وکړي چې له منځه لاړ شي او موږ خوشحاله شو."

افغانستان د نړۍ هغه هېواد دی چې په فساد کې ککړ دی.

نړیوالې ټولنې په‌دغه هېواد کې د فساد پر شتون خبرې کړي او د افغانستان له حکومته یې غوښتي چې پر وړاندې یې جدي اقدامات وکړي.

که څه هم په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د شفافیت د نړیوال سازمان راپور خپور نه‌شو، خو د دغه سازمان د ۲۰۱۸ میلادي کال راپور ښيې چې افغانستان د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې د اداري فساد له امله ۱۷۲م ځای لري.

د دغه سازمان د راپور پر اساس، افغانستان له شمالي کوریا وروسته د اسیا په هېوادونو کې دوهم فاسد هېواد ګڼل شوی دی.

بل‌خوا د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم مني کوم طلايي فرصت چې افغانستان ته راغی، د فساد د شتون په نتیجه کې ضایع شو.

جمهوررئیس غني له فساد سره د مبارزې په اړه د اروپایي ټولنې پنځم کنفرانس کې
جمهوررئیس غني له فساد سره د مبارزې په اړه د اروپایي ټولنې پنځم کنفرانس کې

ده د اداري فساد پر وړاندې د اروپايي ټولنې په پنځم کنفرانس کې داسې وویل:"د فساد قیمت څه دی، مهم قیمت چې مو له لاسه ورکړ، ملي او نړیوال باور و. په کوم کنفرانس کې افغانستان ته لکچر ورنه‌کړل شو چې پر فساد تمرکز وکړئ."

ښاغلی غني پر حساب او کتاب ټینګار کوي، دده په خبره له دې پرته پرمختګ ګران دی.

ولسمشر غني په افغانستان کې د فساد د کموالي لپاره له خلکو وغوښتل چې له دولت سره همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG