د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

ټیفا: کمېسیون نه د نوم ثتبونکو نوم‌لړ جوړ کړی او نه‌یې پاکې رأی له ناپاکو بېلې کړي


ارشیف، پارلماني ټاکنې
ارشیف، پارلماني ټاکنې

د افغانستان ولسمشریزو انتخاباتو ته نېږدې ۹۰ ورځې پاتې، خو د انتخاباتو د څارونکو بنسټونو په خبره، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تراوسه نه د نوم ثتبونکو نوم‌لړ جوړ کړی او نه‌یې پاکې رأی له ناپاکو بېلې کړي دي.

دوی دا هم وايي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رأی ورکوونکو د نوم ثتبولو لپاره تر اوسه کوم مېکانېزم هم نه‌دی جوړ کړی.

د افغانستان د شفافو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا د ټیفا اجرائیوي رئيس محمد نعیم ایوب‌زاده وايي: "کمېسیون تراوسه نه‌دی توانیدلی، مېکانېزمونه ځانګړي کړي چې د رأیو ورکوونکو نوم‌لړ ځانګړی شي او ځانګړو محلونو ته ولېږل شي، دا کار تر ۶۰ سلنو زیات شفافیت تضمینوي، موږ شاهد نه‌یو چې تراوسه کمېسیون دا کار کړی وي."

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې ۸.۸ میلیونو کسانو نومونه ثبت کړي وو، خو سیاسي ګوندونو ویلي چې د دغې شمېرې نیمايي کسان خیالي وو.

اوس هم دوی باور نه‌لري چې د تقویتي نوم‌لېکنې په برخه کې هم ورکړل شوي ارقام کره وي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، له درغلیو ډک انتخابات به په هېواد کې د بې ثباتۍ لامل شي او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید د انتخاباتو د شفافیت، د درغلیو د مخنیوي او څارنې لپاره جدي هڅې وکړي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

دی وايي:"یو ځل بیا د شفافو او عادلانه انتخاباتو په ترسره کولو ټینګار کوم. له درغلیو ډک انتخابات په هېواد کې د بې ثباتۍ لامل کېږي. دا زموږ د ټولو مسؤلیت دی. د څارونکو مسؤلیت دی چې څار پرې ولري."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د غزني ولایت په ګډون تراوسه څلور لکو پنځوس زرو کسانو نومونه ثبت کړي او د پاکو او ناپاکو رأیو د بېلولو لړۍ یې هم پیل کړې ده.

د دغه کمېسیون د ویاند د دفتر سرپرست ذبیح‌الله سادات وايي: "د تقویتي نوم ثبتولو د رأیو د سکېن کولو لړۍ پیل شوې. د نفوسو د احوال ثبتولو سره هم کار شوی چې وتوانېږو، که په جعلي تذکرو نوم ثبتونه شوي وي او یا خیالي نوم ثبتونه شوې وي. جلا کړو."

د هرې ورځې په تېرېدو سره د ولسمشریزو انتخاباتو ترسره کېدل نږدې کېږي، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تراوسه د نوم ثبتولو ۷ کتابونه کابل ته لېږدولي، حال دا چې دغه بهیر باید تراوسه پای ته رسېدلی او ولایتونو ته د رایو ورکولو د پاڼو لېږد پیل شوی وای.

د څارونکو په وینا دغه کمېسیون تراوسه هم د نوم ثبتوونکو ارزونه نه‌ده کړې او دغه نومونه یې د کمېسیون ډیټابېس ته هم نه‌دي رسولي، دا په داسې حال کې ده چې د څارونکو په خبره دا پروسه ډېر وخت هم نیسي.

څارونکي بنسټونه دا هم وايي چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له‌خوا ورته د څار حق نه‌دی ورکړل شوی، له دې امله نه پوهېږي چې د تقویتي نوم ثبتولو په بهیر کې څومره کسانو نومونه ثبت کړي؟

او ډیټابېس ته د دغو نومونو رسول، څرنګه ترسره کېږي؟

XS
SM
MD
LG