د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

حکومت: له طالبانو دې د مخدره موادو له کښت او قاچاقه د لاس اخیستو ژمنه هم واخیستل شي


ارشیف، د طالبانو د ځينو غړو انځور
ارشیف، د طالبانو د ځينو غړو انځور

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، له طالبانو دې له ترهګرۍ سره د اړیکو شلولو ترڅنګ، دا ژمنه هم واخیستل شي چې د کوکنارو له کښت او د مخدره موادو له تولید او قاچاقه لاس واخلي.

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي د مخدره موادو پرضد د مبارزې د ورځې په نمانځغونډه کې د دغو موادو پر وړاندې د افغان ځواکونو لاسته راوړنې یادوي او وايي، افغان ځواکونه په تېرو څلورو میاشتو کې توانېدلي چې د مخدره موادو د تولید ۶۰ فابریکې له منځه یوسي.

ښاغلی اندرابي وايي، د مخدره موادو اصلي ګټه د طالبانو جیبونو ته ځي او دغه ډله په افغانستان کې د کوکنارو کښت او د مخدره موادو پروسس او تولید ته زمینه برابروي.

ده وویل: د دې شومې پدیدې ډېره ګټه او کښت په کومو سیمو کې کېږي؟ پرته له شکه، هلته چې طالبان یې مسؤلیت لري او چتر یې پرې جوړ کړی، څو وتوانېږي، هغه قاچاق کوونکي چې طالبان دي، له دغې شومې پدیدې ګټه واخلي.

د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې طالبان د دغو موادو د کښت، تولید او قاچاق مسؤل ګڼي چې د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرایمو پرضد د مبارزې د ادارې رئيس مارک لولن په افغانستان کې د مخدره موادو د کښت، تولید او قاچاق سطحه لوړه ګڼي او وايي، افغان حکومت له سیمه ییزې همکارۍ پرته په یوازې ځان نه شي کولی چې د مخدره موادو له ستونزې سره مبارزه وکړي.

ارشیف، افغان پولیس منسوبین په جوزجان کې د کوکنارو د فصل د له منځه وړلو په حال کې
ارشیف، افغان پولیس منسوبین په جوزجان کې د کوکنارو د فصل د له منځه وړلو په حال کې

دی زیاتوي: د دغې ستونزې پراخوالی دومره دی چې افغانستان یې په یوازې ځان پر وړاندې مبارزه نه شي کولی، په داسې حال کې چې د همکاریو په اساس له ګډو هڅو د لاسته راوړنو شاهدان یوو، نو له دې امله په کار ده چې د ګډو ګواښونو پر وړاندې د هدفمند عمل لپاره د سیمه ییزو سازمانونو نقش پیاوړی وی.

د ملګرو ملتو سازمان د جرایمو پر وړاندې د مبارزې د ادارې د راپور له مخې، افغانستان د نړۍ له هغو درېیو هېوادونو دی چې ډېر مخدره مواد يې د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي.

د دغې ادارې رئیس وايي، اوس په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د مخدره موادو د تولید او قاچاق کچه لوړه ده او پرضد یې باید جدي مبارزه وشي.

XS
SM
MD
LG