پهداسې حال کې چې د کابل د نننۍ چاودنې مسؤلیت تراوسه پورې کومې ډلې په ځان نه دی منلی، یو شمېر افغان امنیتي کارپوهان وايي، دا چاودنه د قطر په ناسته کې د امتیاز اخېستنې په هدف شوې ده.
د امنیتي چارو پوه باري عارض دغه شان، په مسلکي بستونو کې د غیرمسلکي کسانو مقررۍ د دا شان پېښو د رامنځته کېدو یو لامل ګني.
له ښاغلي عارض سره د ازادي راډیو خبریال اجمل تورمان مرکه کړې او په سر کې یې د نننۍ پېښې په اړه ترې پوښتلي دي.
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
په کابل کې تر چاودنې وروسته تراوسه ډزې نه دي کرارې شوي.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل چې په دغه برید کې چې د دفاع وزارت پر لوژستیک ریاست شوی او مسؤلیت یې طالبانو منلی، د یوه ماشوم په ګډون درې کسان وژل شوي او ۸۴ نور ټپيان شوي دي.
رحیمي وویل، دوه وسله وال چې سیمه کې نږدې ودانې ته ننوتي وو، د افغان ځواکونو په ډزو وژل شوي او د ننه نور مقاومت کوي.
د افغانستان د پوهنې وزارت ویلي چې په دغه چاودنه کې د یوه ښونځي شااوخوا ۵۰ زده کوونکي ټپیان شوي دي.
د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې چارواکو هم ویلي چې د فوتبال د فدراسیون د سرپرست رئیس یوسف کارګر په ګډون د دوی یو شمېر کارکوونکي ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د دغه برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې دغه برید یې د دفاع وزارت پر لوژستیک ریاست کړی دی.
د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار په خپله ټویټرپاڼه کې بیا د ټپیانو شمېر ۹۵ تنه ښودلی دی.
د امریکا سفارت په یوه بیان کې د وسله والو طالبانو له خوا دغه حمله په سختو ټکو غندلې او هغه یې پر خپلو هېواد والو د طالبانو بې رحمانه برید بللی دی.
سفارت دغه راز ویلي چې په دې برید کې ورته زیان نه دی رسېدلی.
طالبان دغه راز دغه برید داسې مهال کوي چې په دوحه کې له امریکایي پلاوي سره په خبرو بوخت دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په کابل کې په نننۍ حمله کې ۱۰۵ تنه ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت ویاند وحید مایار ازادي راډيو ته وویل چې په ټپیانو کې ۲۶ ماشومان او ۵ ښځې شاملې دي.
په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند وایي چې وسله وال بریدګر له یوې موټربم چاودنې وروسته یوې ودانۍ ته ننوتل او د ملکیاو پر لوري ډزې کوي.
ده وویل: لومړی د ګلبهار سنټر په سیمه کې یو موټربم چاودنه کوي، وروسته بیا څو بریدګر یوې ودانۍ ته ننوځي او پر ملکیانو او غیر نظامي خلکو برید پیلوي، تر اوسه دوه بریدګر وژل شوي او یو تن مشکوک سړی په سیمه کې نیول شوی هم دی.
ښاغلي رحیمي وویل چې په دغه برید کې د یوه ماشوم په ګډون درې تنه وژل شوي او ۸۴ نور ټپیان شوي دي.
ده وویل چې بریدګرو د استوګنې په ځایونو کې سنګر نیولی او تر دې دمه ۲۱۰ تنه ځایي خلک پولیسو د برید له ځایه ژغورلي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل په ننني برید کې ۵ بریدګر وژل شوي دي.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې د بریدګرو په وړاندې تصفیوي عملیات پیل کړي دي.