د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

د ولسي جرګې دوهم پړاو انتخابات؛ دغه جرګه بیا هم بې‌رئیسه پاتې شوه


ارشیف، د افغانستان د ملي شورا د ولسي جرګې تالار
ارشیف، د افغانستان د ملي شورا د ولسي جرګې تالار

د افغانستان ولسي جرګه په دوهم دور انتخاباتو کې بیا هم، د رئیس پر ټاکلو بریالۍ نه‌شوه.

د دغو انتخاباتو په لومړي دور کې درې غړي کاندید و چې له دوی نه میر افغان صافي او احمد جاوید جیحون ډېرې رأیې خپلې کړې وې او په دوهم دور انتخاباتو کې یې سره سیالي وکړه.

په دې دور انتخاباتو کې د جرګې نصاب ۲۳۷ و، او د کاندیدانو د بریالیتوب لپاره ۱۱۹ رأیې په کار وې چې عبدالشکور واقف حکیمي ۳۵، احمد جاوید جیحون ۷۳ او میر افغان صافي ۷۷ رأیې ترلاسه کړې.

په دغو رأیو کې ۴۲ رأیې باطلې او ۱۰ سپینې وې.

په دغه انتخاباتو کې درې واړه کاندیدان ونه‌توانیدل چې پنځوس جمع یو رأیې ترلاسه کړي او د انتخاباتو دوهم دور د میر افغان صافي او احمد جاوید جیحون ترمنځ ترسره شول.

د انتخاباتو په دغه دور کې ۲۳۶ رأیې وکارېدې او کاندیدانو د بریالي کېدو لپاره ۱۱۹ رأیو ته اړتیا لرله چې بیا هم دواړه ونه‌توانېدل د رأیو دغه شمېره ترلاسه کړي.

میر افغان صافي ۸۸ او جیحون ۷۶ ر‌أیې خپلې کړې وې.

په دغه دور انتخاباتو ۶۴ باطلې او ۸ سپینې وې.

د جرګې موقت رئیس ملک قیس نوراغا د رأیو ورکولو له پروسې وروسته اعلان وکړ چې د جرګې د رئیس د ټاکلو لپاره به د انتخاباتو درېیم وار، سبا چهارشنبه ترسره شي.

ښاغلي نوراغا وویل: "سبا به درېیم دور ته لاړ شو، د جرګې له غړو او دارالانشاء نه غواړم ۹ بجې دې حاضر شي چې انتخابات د ورورۍ په فضا کې پای ته روسوو."

که څه هم د دغو انتخاباتو په بهیر کې د کمال ناصر اصولي له‌خوا، د یوې علني رأیې په کارولو او د جرګې د یوه غړي د نه‌لاسلیک کولو له امله شور پورته شو، خو په پای کې احمد جاوید جیحون او میر افغان صافي په خپلو لنډو خبرو کې خپله ماته ومنله.

تر اوسه د جرګې د رئیس لپاره دوه ځلې انتخابات شوي او د دندو د اصولو په اساس به درېیم دور هم تکرار شي.

که ولسي جرګه د انتخاباتو په درېیم وار کې بیا هم د رئیس پر ټاکلو بریالۍ نه‌شي، انتخابات به د هغو دوو کاندیدانو ترمنځ وشي چې د انتخاباتو په روانه ټوله پروسه کې یې د رأیو فیصدي ډېره وي.

تر اوسه میر رحمان رحماني د ۱۲۳ او میر افغان صافی د ۸۸ رأیو په خپلولو سره مخکښ دي.

XS
SM
MD
LG