د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

یوګا، د جسمي او روحي ارامتیا ورزش


د جون۲۱مه د یوګا نړېواله ورځ، کابل کې د «یوګا» نوې څپې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:36 0:00

د جون۲۱مه د یوګا نړېواله ورځ، کابل کې د «یوګا» نوې څپې

یوګا چې د بدني او روحي ارامتیا په هدف ترسره کېږي، سلګونه میليونه مینه وال لري.

نن د جون ۲۱مه د یوګا نړیواله ورځ ونمانځل شوه.

په هند کې د صدراعظم نریندرا مودي په ګډون چې د یوګا بنسټګر دی، خاص مراسم نیول شوي وو.

د لسګونو زرو کسانو تر منځ د هند صدراعظم نریندرا مودي هم لیدل کېده چې یوګا یې کوله.

د هند صدراعظم نریندرا مودي وایي: د لمر لومړنۍ وړانګه د یوګا کوونکو له هرکلي سره مخ کېږي، دا منظره ښکلا ده، له تاسو ټولو غواړم چې یوګا ته په خپلو ورځنیو چارو کې ځای ورکړئ.

د هند صدراعظم نریندرا مودي
د هند صدراعظم نریندرا مودي

د رانچي ښار په پرابات تاره میدان کې پنځه ویشت زره کسان د صدراعظم نریندار مودي تر څنګ ورټول وو.

دا ورزش په هند کې له ډېر پخوا دود دی او هدف یې د انسان د روحي او بدني وړتیا لوړول دي.

نن به په ټوله نړۍ کې له دې چې د یوګا نړیواله ورځ ده، څه باندې دوو میلیاردو کسانو یوګا کړې وي.

په یوګا کې د سر، غاړې، پښو، لاسونو، ملا، ورنونو، مټو او ګڼو نورو اعضاو د نرمولو حرکات ترسره کېږي.

په نورو ورزشونو کې هم دا کار کېږي خو د یوګا توپیر دا دی چې په عمیق فکر سره انسان ته فکري ارامتیا وربښي.

XS
SM
MD
LG