د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

د انتخاباتو په عملیاتي پروګرام کې ځنډ به پر راتلونکو ټاکنو څه اغېز ولري؟


د افغانستان د انتخاباتو صندوقونه
د افغانستان د انتخاباتو صندوقونه

انتخاباتي بنسټونه وايي، کوم ځنډ چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا په عملیاتي پروګرامونو کې رامنځته شوی، په سلو ورځو کې د دغې لړۍ پیلېدل ناممکن دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته سل ورځې پاتې دي، خو د دغو انتخاباتو د بهیر د ترسره کېدو په اړه لاهم یو لړ شکونه موجود دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي، د کمېسیون د غړو ترمنځ د واحد نظر او دغه بهیر ته د بشپړې ارادې نشتوالی لامل شوي چې عملیاتي پروګرام په خپل وخت عملي نه شي او دغه ځنډ به د میزان د ۶مې پر انتخاباتو هم اغېز وکړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید

ده وویل: په خواشینۍ سره، تمه وه چې په راتلونکو انتخاباتو کې به د پرمختګونو شاهد اوسو، خو داسې وضعیت چې له تقلب، فساد او جنجالونو لېرې وي، نه تر سترګو کېږي او داسې نه ښکاري چې موږ هدف ته رسېدلي یوو، که دغه وضعیت دوام وکړي او په بې پروايۍ سره عمل وکړو، نو د میزان د ۶مې د انتخاباتو انتظار باید ونه باسو.

د ښاغلي رشید په خبره، دغه کمېسیون په ولسمشریزو انتخاباتو کې د بایومټریک سېستم د کارولو په اړه هم چې ډېر وخت نیسي، خپل دریځ نه دی څرګند کړی.

دی وايي، د تقویتي نوم لیکنې بهیر روان دی، خو د ۹ میلیونو رأیې ورکوونکو د نوم لیکلو فهرست چې قانوني ستونزې لري، لا هم تصفیه شوی نه دی.

د انتخاباتو دغه څارونکی دا هم وايي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر اوسه مشخصه کړې نه ده چې د ولسمشریزو انتخاباتو په ورځ به څومره مرکزونه د رأیې ورکوونکو پرمخ خلاص وي او دغه شان د کادري تشکیلاتو او د سلګونو زرو موقتو کارکوونکو موضوع لا نه ده جوته شوې.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ وايي، په ولایتونو کې د انتخاباتو سیمه ییز دفترونه اوس هم د سرپرستانو له خوا اداره کېږي او دغه کمېسیون نه دی توانېدلی چې ولایتونو ته لوژستیکي مواد په سمه توګه ولېږدوي.

ارشیف، د افغانستان د انتخاباتو صندوقونه
ارشیف، د افغانستان د انتخاباتو صندوقونه

سربېره پر دې د بودجې نه څرګندوالی بله ستونزه ده چې د انتخاباتو څارونکي پرې انتقاد کوي.

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د انتخاباتو لپاره يې بشپړې تیاریانې نیولې دي.

د دغه کمېسیون د دارالانشاء رئیس حبیب الرحمن ننګ ازادي راډیو ته وویل، د رأیې ورکوونکو نوم لیکنه روانه ده او تر اوسه ۶۰ زرو کسانو نومونه ثبت کړي دي.

ده وویل: موږ له تخنیکي پلوه د مهالوېش د پلي کولو لپاره بشپړه اماده ګي لرو، د میزان د ۶مې نېټې د انتخاباتو لپاره په کومو برخو کې چې اړتیا احساسېده، ملي او نړیوال تدارکات یې بشپړ شوي، ګام په ګام پرمخ ځو او کارونه مو په نورمال ډول مخ ته ځي، له هغې کمپنۍ سره چې د شفافیت په خاطر نوی اپليکېشن واخلي، بحثونه روان دي او کار پرې شوی دی.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي چې د انتخاباتو د ترسره کېدو بهیر له مهالوېش سره پرمخ ځي او په کې به د بایومټریک او د ټکنالوژۍ له نوي سېستمه هم کار واخیستل شي، خو ده د دغو تجهیزاتو نومونه یاد نه کړل.

دغه کمېسیون وايي، د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره چې پنځه پړاونه په پام کې نیول، دوه پړاونه یې چې د رأیې ورکوونکو نوم لیکنه او د حساسو موادو لېږدول دي، د بشپړېدو په حال کې دي.

XS
SM
MD
LG