د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

د کرکټ نړیوال جام، انګلنډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه


د افغانستان او انګلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ
د افغانستان او انګلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ

د کرکټ نړيوال جام سياليو په لړ کې افغانستان خپله پنځمه لوبه انګلستان ته وبايلله.

دغه لوبه چې ليدو ته‌يې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم راغلی و د مانچسټر په اولډ ټرافورد لوبغالي کې وشوه.

کوربه انګلستان د لوبې پچې په ګټلو سره لومړۍ توپ‌وهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې يې د ۶ وېکټو په له لاسه ورکولو سره افغان لوبډلې ته د روان نړيوال جام تر ټولو د لوړو منډو ۳۹۸ هدف وټاکه.

په ځواب کې افغان لوبډلې د ۸ وېکټو په له لاسه ورکولو سره ۲۴۷ منډې وکړې او لوبه‌يې د ۱۵۰ منډو په توپير بايلوده.

په دغه لوبه کې انګلنډۍ لوبډلې د ۲۵ شپږيزو په وهلو سره په يو ورځنيو لوبو کې د ډېرو شپږيزو ريکارډ هم په خپل نوم کړ.

راشد خان چې د نړۍ يو له مخکښو توپ اچوونکو څخه دی په دغه لوبه کې د خپل لوبيز ژوند تر ټولو خرابه توپ اچونه وکړه او په ۹ اورونو کې يې پرته د کومې وېکټې اخيستو ۱۱۰ منډې ورکړې چې له دې وړاندې په نړيوال جام سياليو کې کوم بل بالر دومره زياتې منډې نه‌وې ورکړې.

په راشد خان د ډېرو شپږيزو وهلو ريکارډ هم جوړ شو چې په دغه لوبه کې په نوموړي ۱۱ شپږيزې ولګېدې.

افغانستان په دغو سياليو کې خپله بله لوبه د جون په ۲۲مه د هندوستان پر وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG