د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

د سوداګرۍ او صنایعو خونه: خصوصي سکټور تر بېلابېلو فشارونو لاندې دی


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې خصوصي سکټور تر بېلابېلو فشارونو لاندې دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې د سوداګرو اختطاف، په لارو کې له سوداګریزو مالونو پیسې اخیستل، لوړه تعرفه، په ادارو کې شته فساد، ناسم امنیتي وضعیت او په غیر قانوني توګه د سوداګرو نیول او نورو بېلابېلو لاملونو په افغانستان کې خصوصي سکټور سخت اغېزمن کړی دی.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري ناسته کې له حکومته د خصوصي سکټور د خوندیتوب غوښتنه وکړه.

ده وویل:

"هیله مې دا ده چې دولت له خصوصي سکټور سره د یو شریک او همکار په حیث برخورد وکړي، د قوانینو سختوالی، خپلسري او په ولایتونو کې شپږ اووه حکومتونه دا ټول هغه عوامل دي چې پر خصوصي سکټور یې فشار راوستی او اقتصاد یې خراب کړی."

ښاغلی الکوزی زیاتوي چې د روانو ناخوالو له امله شااوخوا ۱۴۰۰ سوداګرو خپلې پانګې له افغانستانه ایستلي چې دا د هېواد اقتصاد ته لوی زیان دی.

په دغه ناسته کې د حاجي بختو په نوم یو سوداګر حکومت په دې تورن کړ چې شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې یې د حاجي دلاور په نوم یو سوداګر وسله والو مخالفانو سره د اړیکو او همکاریو په تور نیولی دی.

حاجي دلاور چې د مشرانو جرګې پخوانی سلاکار هم معرفي شوی، د کورنۍ غړي یې وايي چې نوموړی بېګناه دی او له اړوندو بنسټونو غواړي چې د ښاغلي دلاور دوسیه په بې پرې ډول وڅېړي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت وايي چې د حاجي دلاور په قضیه جدي کار روان دی.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل، هر څوک چې په هره کچه وي او جرم وکړي، قانون به ورباندې پلی شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

ده زیاته کړه:

"داسې نه ده چې کله یو سړی د سوداګرۍ جواز واخلي، هغه به بیا جرم نه کوي، ډېری داسې کسان شته چې په بېلابېلو برخو کې په دندو بوخت دي، خو جرمونه کوي، پولیس قانون پلی کوي، هر څوک چې جرم کوي، د قانون منګلو ته به سپارل کېږي."

دا لومړی ځل نه دی چې د سوداګرۍ او صنایعو خونه د خصوصي سکټور په مالکانو باندې د فشارونو او د ورته متوجې امنیتي ګواښونو خبره کوي، بلکې له دې وړاندې ځیني سوداګر او د دوی د کورنیو غړي تښتول شوي چې بیا وروسته د پيسو په بدل کې یو شمېر خوشې شوي او ځیني وژل شوي هم دي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په هېواد کې دننه ټولو سوداګرو او پانګوالو ته د امنیت ډاډ ورکوي او ورنه غوښتنه کوي چې د خطر او بې ځایه ځورونې په صورت کې دې اړوند امنیتي بنسټونه په جریان کې پرېږدي.

XS
SM
MD
LG