د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۱

په کوچني اختر کې د احتمالي اوربند په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مسایلو ترڅنګ د سولې روان بهیر، په کوچني اختر کې د احتمالي اوربند او په هېواد کې روانو ناامنیو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

  • دنیا

د دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د سولې بهیر کې تر دې جدي هڅو ته اړتیا ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د سولې په روانو مذاکراتو کې پرته له دې چې طالبان په نړیوال ډګر ځانونه مطرح کړي او امتیاز ترلاسه کړي، بله د قناعت وړ نتیجه نه‌ده لرلې.

په سرمقاله کې راغلي، له دې څخه ښکاري چې طالبان لا هم د فرصت په لټه کې دي او د سولې بریا ته چندان پاملرنه نه‌لري او په همدې هدف دوی تر ډېره ځانونه لوړ ښیې او د جګړې په ډګر کې د لاس‌بري خبره کوي.

د سرمقالې د لیکوال په اند، امریکا چې د سولې او جګړې د کلي اصلي مالک دی، باید د افغانانو وضعیت درک کړي او په‌دې برخه کې جدي هڅې وکړي او په ټولو لورو جدی فشارونه راوړي، څو د سولې بهیر بریا ته ورسېږي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، که امریکا لاس په‌کار نه‌شي نور به څوک نه د خلیل‌زاد ناستو ته تمه وکړي او نه به د سولې روان بهیر ته، بلکې جګړې، چاودنې او تشدد به افغانان لا زیات مایوسه کړي.

  • ویسا

د ویسا ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، له اوږدې مودې راهیسې پلازمېنه کابل د بد امنیو او جنايي جرمونو له درنې څپې سره مخ ده، خو په‌دې وروستیو میاشتو کې د بد امنیو دغه څپه ډېره درنه او پراخه شوې ده.

د ویسا د سرمقالې لیکوال لیکي، په کابل کې د ځانمرګو بریدونو او بمي چاودنو یو لامل هم د حکومت او بهرنیانو د بریدونو په تړاو د طالبانو غبرګون دی.

د سرمقالې د لیکوال په اند د ولس لویه ستونزه همدغه ده چې چارواکي د ولس د مرګ او ژوند پروا نه‌لري، خو ولس بیا روان مصیبتونه ټول د خپل برخلیک ازلي برخه ګڼي.

  • اصلاح

اصلاح ورځپاڼې له وسلهوالو طالبانو سره د سولې بهیر ګړندي کولو لپاره د خبرو د بل پړاو پیل په تړاو لیکنه کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد به روانه میاشت په قطر کې له طالبانو سره د خبرو بل پړاو پیلوي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي، طالبانو او امریکايي غاړې دواړو دا منلې وه چې په‌دې برخه کې یو څه پر مختګ شوی، خو پر نورو جزئیاتو خبرو ته اړتیا ده، خو د ځینو سرچینو په وینا چې له طالب استازو سره د امریکايي پلاوي په تیرو ناستو کې د افغان حکومت په ګډون د افغانانو خپل‌منځۍ ناستې او پر داسې یو لنډ مهالي اوربند چې تل‌پاتې هغه ته لار پرانیزې هم خبرې شوې دي.

  • هېواد

او هېواد ورځپاڼې بیا لیکلي لا هم د اوربند او سولې هېلې شته.

د ورځپاڼې د یو شمېر خلکو هغه هېلې بیان کړي چې د اختر په ورځو کې د اوربند غوښتنه کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي، که افغان حکومت او طالبان دغه اوربند ومني، افغانان به د څو ورځو لپاره له وحشته خلاص شي.

XS
SM
MD
LG