د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۹

ماندګار: د سولې لپاره درې اړخیزې هڅې او د طالبانو نازونه!


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د افغانستان او پاکستان د اړیکو او د اختر په مناسبت د ملاهبت الله د اختریز پیغام په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

هېواد:

د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د پاکستان پر تشو ژمنو باور د تېروتنې تکرار دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، ټاکل شوې چې محمد اشرف غني د پاکستان د صدراعظم په بلنه هغه هېواد ته سفر وکړي.

لیکوال وړاندیز کوي چې ښاغلی غني دې له دغه سفر تېر او له پاکستان سره تر هغې خبرې او مناسبات ښه نه کړي چې پاکستان په عمل کې همکاري په ثبوت نه وي رسولي.

سرخط:

د سرخط ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، د افغانستان او پاکستان د اړیکو لپاره لومړنی صداقت لازمي دی.

د افغانستان او پاکستان ګاونډیتوب او ډيپلوماتیکې اړیکې تل په صادقانه اړیکو او د یو بل په چارو کې د نه مداخلې په اصولو استوارې دي، د لیکوال د معلوماتو له مخې، دا هغه څه دي چې تراوسه د پاکستان له لوري نه دي لیدل شوي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، افغان ولسمشر د کار په پیل کې د پاکستان د وخت له صدراعظم نواز شریف سره په لومړي سر کې ښې اړیکې جوړې کړې، خو څه ډول چې ولیدل شول، پاکستان له دغو اړیکو سرچپه ګټه پورته کړه او هغه هېواد د طالبانو ډله لاپسې پياوړې کړه.

د سرخط د سرمقالې په پای کې راغلي، پاکستان تل له افغانستان سره په اړیکو کې دروغ ویلي او دوکه یې کړې ده چې په دې سره یاد هېواد په نړیواله کچه د ګاونډیتوب باور له لاسه ورکړی.

بل خوا یو شمېر نورو ورځپاڼو بیا د اختر په مناسبت د طالبانو د مشر ملا هبت الله د اختریز پیغام په اړه تبصرې کړي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، په داسې حال کې چې طالبانو له امریکايي پلاوي سره شپږم پړاو خبرې پای ته ورسولې، له افغان سیاسیونو سره یې په روسیه کې وکتل، خو بیا هم په جګړه ټینګار کوي.

په سرمقاله کې ویل شوي، ملا هبت الله په خپل اختریز پیغام کې مشخصه کړې چې د افغانستان تر بشپړ نیول کېدو پورې به جګړې ته دوام ورکوي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، کله چې طالبان په افغانستان حاکم شي، یو ځل بیا به اسلامي امارت لکه پخوا چې و، مسلط کړي.

ویسا:

د ویسا ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، په دغه پيغام کې مهم ټکی دا دی چې د افغان حکومت له خوا د بین الافغاني خبرو اترو د مخنیوي او تخریب هڅې کوي.

لیکوال ادعا کوي چې د حکومت ټولې هڅې په همدې ممترکزې دي چې څنګه کولای شي چې همدغه شړېدلی او بدنام واک تر پنځو نورو کلونو پورې اوږد کړي.

ماندګار:

ماندګار ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي، د سولې لپاره درې اړخیزې هڅې او د طالبانو نازونه.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د سولې په اړه وروستیو هڅو ته په کتو ښه انتخاب به دا وي چې دغه نه همغږې هڅې پای ته ورسول شي او پر ځای یې شفافو او سراسري انتخاباتو ته کوښښونه زیات شي.

XS
SM
MD
LG