کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مسایلو ترڅنګ د مسکو د غونډې او په کوچني اختر کې د احتمالي اوربند په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
اطلاعات روز:
اطلاعات روز ورځپاڼې (د مسکو د غونډې لوړ لګښت او کمه لاسته راوړونه) تر عنوان لاندې سرمقاله خپره کړې ده.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د مسکو غونډې د افغانستان د سولې مذاکرات پېچلي کړي او یادې غونډې د افغانستان د حکومت او د افغان سیاسي څېرو ترمنځ اختلافات زیات کړي.
د لیکوال په باور، د افغان حکومت د مسکو په غونډه کې لوړه بیه پرېکړه، ولې لاس ته راوړنه یې نه درلوده، خو مقابل لوري (طالبانو) له یادې غونډې د خپل تبلیغ لپاره ښه ګټه پورته کړه.
دنیا:
د دنیا ورځپانې د سرمقالې عنوان دی، د سولې چټکې خبرې، پڅ پرمختګ.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، له بل هر وخته اوس د افغان سولې لپاره هلې ځلې زیاتې شوي، د امریکایانو او روسانو په ګډون له ګاونډیو هېوادونو سره په دې اړه بېلابېلې ناستې او بحثونه کېږي.
په سرمقاله کې پوښتنه شوې چې ولې د سولې په بهیر کې عملي پرمختګونه نه کېږي، اصلي ځنډ څه شی دی؟ ایا حکومت د سولې په وړاندې خنډ دی، که نور قوتونه، یا طالبان د سولې لپاره جدي اراده نه لري او که امریکایان؟
لیکوال خپلې پوښتنې ته په ځواب کې لیکلي، په ټوله کې د سولې لپاه اراده نه ده موجوده.
د سرمقالې په پای کې راغلي چې افغان ولس له ټولو لوریو غواړي چې د سولې له بهیر سره له سیاست کولو ډډه وکړي، ځکه بېځایه سیاست کول هم ممکن دغه بهیر وننګوي او لا یې پسې پېچلی او کړکېچن کړي.
ویسا:
د ویسا ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، د مسکو په څېر ناستو څخه یوازې د تفاهم له دوام پرته د نورو عملي ګامونو اخیستو تمه ډېره بېځایه ده.
د ویسا د سرمقالې لیکوال د اختر په ورځ د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لوري د اوربند په اړه خپرې شوې اعلامیې ته په اشارې سره لیکلي، که افغان حکومت او طالبان دغه اوربند ومني، افغانان به د څو ورځو لپاره له وحشته خلاص شي.
سرخط:
د سرخط ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، طالبان د مدغم کېدو له ډاره اوربند نه کوي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، طالبان د تېر کال د کوچني اختر له اوربنده ښه خاطره نه لري.
په سرمقاله کې یادونه شوې چې د دې ډلې ډېری جنګیالیو د اوربند پرمهال نه یوازې په خپل هېواد کې د ازادۍ احساس وکړ، بلکې د لیکوال د معلوماتو له مخې، د زړونو ځینې غوټې یې هم راوسپړلې او په خپلو خبرو کې یې په زغرده وویل چې نور له جګړې ستړي شوي دي.
د سرمقالې په پای کې راغلي، که طالبان یو ځل بیا اوربند ته چمتو شي، له دې وېره لري چې ښایي په خپلو سنګرونو کې جنیګالي له لاسه ورکړي او یا یې هم له جګړې زړونه تور شي.