د نن ورځې کابل چاپ ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
سرخط:
سرخط ورځپاڼې په یوه ځانګړي مطلب کې په افغانستان کې د دیني عالمانو د ترور پېښو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د افغانستان جګړه دیني نه، بلکې استخباراتي ده.
په مطلب کې وړاندې راغلي چې په وروستیو کې په دیني عالمانو حملې زیاتې شوي چې تازه يې د مولوي سمېع الله ریحان او مولوي شبیر احمد کاموي وژنې وې چې په کابل کې ترسره شوې.
په مطلب کې وړاندې د افغانستان د عالمانو د شورا په قول لیکل شوي چې په تېرو پنځلسو کلونو کې په بېلابېلو پېښو کې شااوخوا ۱۰۰۰ دینې عالمان وژل شوي دي.
په مطلب کې له حکومته غوښتنه شوې چې د دیني عالمانو ژوند ته پاملرنه وکړي، ځکه د مطلب د لیکوال په وینا، دیني عالمان د ټولنې او خلکو په ويښتابه کې مهم رول لري.
په مطلب کې وړاندې راغلي چې که څه هم وسله وال طالبان او نورې وسله والې ډلې د افغان حکومت پرضد جګړې ته د جهاد نوم ورکوي، نو ولې دیني عالمان په نښه کوي؟
د مطلب لیکوال د سیاسي کارپوهانو په حواله لیکي چې اصلاً دا جګړه دیني نه، بلکې استخباراتي ریښه لري چې ګټې يې سیمه ییزو او ګاونډيو هېوادونو ته رسېږي او تاوان يې افغانان ګالي.
په مطلب کې همدا شان راغلي چې وسله وال مخالفین ځکه دیني عالمان په نښه کوي چې عالمان د دغو وسله والو ډلو هغه ادعا ناسمه ثابتوي چې وايي، په افغانستان کې جهاد کوي.
ویسا:
ویسا نا دولتي ورځپاڼې بیا د ولسمشر د پخواني سلاکار حبیب الله احمدزي او ارګ تر منځ وروستیو نانندریو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې په ارګ لګول شوي تورونه سپیناوی غواړي.
په سرمقاله کې راغلي چې ښاغلي احمدزي په ارګ د اداري او اخلاقي فساد تور پورې کړی دی.
د سرمقالې لیکوال لیکلي چې که څه هم د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې په دې اړه دې اسناد څارنوالۍ ته وسپارل شي، خو لیکوال غوښتنه کوي چې باید ارګ د دې تورونو د سپیناوي په هدف څارنوالۍ ته مراجعه وکړي او پر دې معامله دې د رسنیو په وړاندې پلټنې وشي.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې بیا د ولسي جرګې د ریاست د څوکۍ په سر رامنځته شوي جنجال ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې باید د وکیلانو تر منځ راپورته شوې شخړه حل شي.
د دې ورځپاڼې په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې د ولسي جرګې وکیلان چې د قانون جوړوونکي دي، نه شي کولای چې دا ستونزه حل کړي، نو افغانان باید د جګړې له ښکېلو اړخونو ګیله ونه کړي چې ولې څلوېښت کلنه جګړه پای ته نه شي رسولی.
د سرمقالې په پای کې غوښتنه شوې چې هر څومره ژر چې کېږي، وکیلان باید رامنځته شوې ستونزې ته د پای ټکی کېدي او د ولسي جرګې ورځني کارونه پیل شي.