د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۹

پشتین: "م.م" او د بشري حقونو مدافع ډلې دې د پښتنو د وژنو خلاف غږ پورته کړي


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین وايي چې د پاکستان پوځ د شمالي وزیرستان د «دته‌خېلو» په خړکمر کې په عامو خلکو ډزې کړي او مرګ‌ژوبله یې ور اړولې ده.

منظور احمد پشتین چې د یکشنبې په ماښام په خپل فیسبوک پاڼه غږېده د پاکستان پوځ یې تورن کړ چې په سوله‌ییزو مظاهره‌چیانو یې برید کړی.

دی وايي:

"علي وزیر «د پاکستان د پارلمان غړی» او ډاکتر ګل عالم «د وزیر د لویې جرګې مشر» را روان وو. په وروستي چک پوسټ کې یې ترې سمه تلاشي هم واخېستله. کله چې دوی اعتراضیه ناستې ته نږدې کېدل له شا یې ډزې پرې وکړې چې په‌کې څه کسان شهیدان شول او په لسګونه زخمیان دي. د محسن داوړ«د پاکستان د پارلمان غړی» په غاړه کې د ګلونو هار و. نو دوی چې دلته حملې ته راتللی. نو ګلونه یې راوړل؟ ګولۍ خو ستا په لاس کې وې. ټوپک خو ستا «د پاکستان پوځ یادوي» په لاس کې وې."

​عیني شاهدانو او د سیمې اوسېدونکو د ازادې اروپا مشال راډیو ته ویلي چې امنیتي سرتېرو د وزیرستان لویې جرګې د غړو او مشرانو، په پارلمان کې د شمالي او جنوبي وزیرستان استازو محسن داوړ او علي وزیر، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښانو او ځايي مشرانو یوه قافله پر خړ کمر پوستې ودروله او یوې اعتراضیه ناستې ته یې له ورتګه منع کړل.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو دفتر «ای.اېس.پي. ار» ویلي چې محسن داوړ او علي وزیر د "مشکوکو ترهګرو د یوه ملګري خوشې کولو" په هدف پر پوځ فشار اچول غوښتل.

پوځ د هغه کس نوم نه‌دی ښودلی او نور معلومات یې هم نه‌دي ورکړي، خو وايي چې د ډلې د "پارونې" پر مهال پوځ له "خورا زغمه کار واخېست" خو چې کله هغوی پنځه سرتېري ژوبل کړل نو نښته پیل شوه چې په‌کې درې کسان ووژل شول او ۱۰ ژوبل شول.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو دفتر «ای.اېس.پي. ار» ویلي چې علي وزیر او اته نور کسان دوی بندیان کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر بېګاه د ملګرو ملتونو سازمان او د بشري حقونو پر مدافع سازمانونو انتقاد وکړ او ویې ویل چې باید په پاکستان کې د ده په خبره د عامو خلکو د وژنې په خلاف غږ پورته کړي.

ښاغلي پشتین زیاته کړه:

"په ملګرو ملتونو سازمان غږ کوو چې تاسو د څه شي لپاره یاست؟ دلته پښتانه، بلوچ، سندیان،کشمیریان، په خپله په پنجاب کې خلک وژني او تاسو پرې غلي یاست؟ ولې؟ ولې بیا دعوا کوئ؟ غوښتنه ترې کوو چې دوی دې خپل رول ادا کړي د دې انسان وژنې خلاف، د دې ترهګرۍ خلاف، د دې ریاستي ترهګرۍ خلاف دې خپل کردار ادا کړي."

د پشتین د دغو خبرو په اړه تر دې دمه ملګرو ملتونو څه نه‌دي ویلي.

په شمالي وزیرستان کې د یکشنبې ورځې د پېښې په اړه ګڼو فعالانو په ټولنیزو شبکو کې باندې تُند غبرګونونه ښودلي.

د پاکستان دوو مخکښو ګوندونو پيپلز او مسلم «لیګ ن» ویلي چې له مظاهره‌چیانو سره باید تاوتریخوالی ونه‌شي.

د مسلم لیګ یوې مخکې مشرې او د نوازشریف لور مریم نواز لیکلي چې باید د پاکستانیانو د وینې د تویونې مخه ونیول شي. ​

​د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري پرون سند ایالات ته سفر کې ویلي چې په مظاهره‌چیانو باید ډزې ونه‌شي او د ده په خبره څنګه ممکنه ده چې د پارلمان یو منتخب غړی دې پر سرتېرو ډزې وکړي؟

د پاکستان پوځ مخکې تردې د پښتون ژغورنې غورځنګ ته چې له نږدې یو نیم کاله یې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې لویې اعتراضي ناستې کړي ګواښ کړی و چې د پوځ او حکومتي ادارو پر ضد دې تُندې څرګندونې ونه‌کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ چې مشري یې منظور احمد پشتین کوي وايي د پاکستان پوځ او استخبارات د پښتنو په ځورونې، یرغمل او وژلو کې لاس لري.

د دوی دا خبره پوځ څو واره په کلکه رد کړې ده.

صفي‌الله ستانکزی ​

XS
SM
MD
LG