کابل چاپ نننیو ډېری ورځپاڼو بیا هم د ولسمشر د کاري مودې د تمدید او د خوشحالیو په ورځو کې په کابل کې د هوايي ډزو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
- دنیا
دنیا ورځپاڼې ادعا کړې چې ولسمشر محمد اشرف غني له دولتي سرچینو نه د خپل انتخاباتي ټیم د هدافو لپاره استفاده کوي.
د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې یادونه شوې چې د ډاکټرغني مصلحتي حکومت نه د اساسي قانون له ملاتړه برخمن دی او نه هم د مشرانو یوې لویې اجماع د جمهوري ریاست تر انتخاباتو د نوموړي د کار له دوام سره موافقه کړې.
- ویسا
د ویسا ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي ستونزه یوازې د محمد اشرف غني او د ده حکومت هم نهده، افغانانو په تېرو څو کلونو کې داسې ستر دیکتاتوران ولیدل چې د ولس قهر او غضب په څپو کې رانسکور شول.
د لیکوال په باور که څوک فکر کوي چې د غني پرځای کوم بل د واک دعوهدار ارګ ته ننوزي، نو خیر خیرت به شي، ډېره لویه غلطي کوي.
- هېواد
د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د سرپرست یا مؤقت حکومت غوښتنه د ملت پرضد ده.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي که کومه ډله یا څوک په ولسمشریزو انتخاباتو کې پر خپلې بریا باور نهلري، نو کرار دې کېني او د ملت لپاره دې د دښمن له هیلو سره سم سر خوږی نه جوړوي.
د لیکوال د معلوماتو له مخې ملت اوس بیدار شوی او د مؤقت حکومتونو ترخه واقعیت ته په کتو سره نه غواړي بیا تېرې ترخې او زهرجنې تجربې تکرار شي.
بلخوا یو شمېر نورو ورځپاڼو بیا په کابل کې هوايي ډزو په اړه لیکنې او تبصرې کړي.
- سرخط
سرخط ورځپاڼې لیکلي د دغه ښار «کابل» یوه څنډه هم له جرمونو او ناامنیو خالي نهده.
په مطلب کې یادونه شوې چې په تېرو ۲۶ میاشتو کې پهدغه ښار کې ۳۹۰۳ جرمې پېښې شوي دي.
د همدې ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی کابلیان په ډېپو کې ژوند کوي.
د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې کابل چې شاوخوا ۶ میلیونه وګړي پهکې ژوند کوي، نږدې هر کور له یوې تر لس میله ناقانونه وسلې لري چې هره شېبه د ښار نظم ګډوډوي او د خلکو ژوند ګواښي.
- ملي ارمان
او په پای کې د ملي ارمان ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي د خوشحالیو او یا د ورزش د بریاليتوب په صورت کې هوايي ډزې د سمو خلکو کار نهدی، دغه ډزې ویر، تاوتریخوالی خپوري او حتی پهکې ښاریانو ته مرګ ژوبله اوړي.