د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۹

انیس: د نظریو اختلافونه باید د دښمن ژرندې ته اوبه ورسیخې نه‌کړي


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د ولسمشر د کاري مودې د تمدید خبردرایو او ګواښونو او ځینو نورو مسایلو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له خولې لیکلي، د ولسمشر د کار د پای ته رسېدو ورځ را رسېدلې ده.

همدې ورځپاڼې د عطامحمد نور له قوله لیکلي، د حکومت د نسکورېدو لپاره لوی ولسي حرکت پيلېږي.

دنیا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، که حکومت د سیاسیونو خبرداری کم ونیسي او پر وړاندې یې بې اعتنايي وکړي، نو د لیکوال په باور، ښکاره خبره ده چې بحران به جوړېږي او د بحران د پراخېدو اصلي عامل به ارګ په خاص ډول محمد اشرف غني وي.

هشت صبح:

د هشت صبح ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، برحال ولسمشر دې پوه شي چې یوازې د سترې محکمې نظریات نه شي کولای چې د جمهوري ریاست ټول کاندیدان قانع کړي.

لیکوال وړاندیز کوي چې د دوی د قانع کولو لپاره باید د حکومت رهبران له دوی سره جوړېدونکې او هر اړخیزې خبرې وکړي.

اطلاعات روز:

اطلاعات روز ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي، روان وضعیت د شفافو انتخاباتو مدیریت او د سولې روانه پروسه اغېزمنه کوي او همداشان هېواد له شدید خطر سره مخامخ کوي.

انیس:

د انیس دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د نظریو اختلافونه نه باید د دښمن ژرندې ته اوبه ورسیخې کړي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، تمه کېږي چې د جمهوري ریاست کاندیدان دې دا ځل د ستونزې د حل لپاره په ډېرې هوښیارۍ د انتخاباتو تر پای ته رسېدو پورې له صبره کار واخلي.

ویسا:

ویسا ورځپانې په خپلې سرمقالې کې وروستیو امنیتي پېښو ته په اشارې سره لیکي، سره له دې چې د حکومت مشروعیت له پوښتنې سره مخ دی، خو ترڅو چې دوی (چارواکي) پر واک نښتي وي، د دې مسؤلیت یې پر اوږو دی چې باید د دې بدامنیو اصلي ريښې معلومې او په کې ښکېل لوري محکمې ته راکش کړي.

د لیکوال په باور، که دا کار نه کوي، یا یې نه شي کولای، په لویه او وړه کچه د ټولو جرمونو او وحشتونو پړه د همدې چارواکو پر غاړه ده چې بې ضرورته په واک نښتي دي.

XS
SM
MD
LG