کابل چاپ نننیو ډېری ورځپاڼو د جوزا د لومړۍ نېټې په اړه چې د جمهوري ریاست د کاندیدانو په ګمان د ولسمشر د واک موده پای ته رسېدلې لیکنې او تبصرې کړي.
- ماندګار
ماندګار ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي نن ورځ د ۱۳۹۸ کال د جوزا له لومړۍ نېټې چې د ولسمشر د واک د پای ته رسېدو له ورځې سره برابره ده که ولسمشر غني خپله نهځي، نو نور باید هغه لیرې کړي.
- دنیا
د دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی له نن وروسته د ولسمشر محمد اشرف غني د کار دوام غیر قانوني دی.
د لیکوال په باور د جوزا له میاشتې وروسته د ولسمشر غني د کار دوام به هېواد ژور بحران ته بوځي.
- سرخط
سرخط ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې پوښتنه کړې د جوزا تر لومړۍ نېټې وروسته به څوک بریالي شي؟
د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې سپارښتنه شوې د ولسمشرۍ نوماندان باید د یوه برحال حکومت د راپرځولو پر ځای پر خپلو راتلونکو انتخاباتي طرحو او پلانونو کار وکړي.
په سرمقاله کې دا یادونه هم شوې چې کاندیدان دې د انتخاباتو له لارې د نوي ولسمشر تر ټاکل کېدو پورې په تمه شي او اوسنی حکومت دې پرېږدي چې تر یوې مودې خپلواک ته دوام ورکړي او د هېواد چارې سمبال کړي.
- هشت صبح
د هشت صبح ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي د ولسمشر د کاري دورې د پای ته رسېدو پر سر راولاړې شوې ستونزې د منطقي مېکانیزم له لارې باید حل شي، نه د زور ازمویلو له لارې.
- اصلاح
د اصلاح دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی ستره محکمه د اساسي قانون د تفسیر مرجع ده.
په سرمقاله کې راغلي د افغانستان سترې محکمې د انتخاباتو ترسره کېدو پورې د ملي وحدت حکومت د کار دوام باندې ټینګار کړی.
- هېواد
بلې دولتي ورځپاڼې هېواد لیکلي د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولسمشر د واک د دوام اړتیا ده.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي د جمهوري ریاست کاندیدان دې پرېږدي چې دا ملت په ارامۍ د خپلې راتلونکې لپاره تصمیم ونیسي او د جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره تیار شي.
د لیکوال په باور که ستونزه رامنځته شوه د هر ډول تاوتریخوالي مسؤلیت به بیا د هر هغه چا یا ډلې پر غاړه وي چې بحران ته لمن وهي او د دښمن ژرندې ته اوبه ورسیخوي.
- مسیر
بلخوا مسیر ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي، د اساسي قانون پر اساس د ولسمشر وخت ختم دی او یوه ورځ نوره واکمني یې هم د زغملو نهده.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي نه ستره محکمه او نه هم کوم بل ارګان د څه ویلو صلاحیت لري.