ایران وایي، د امریکا متحده ایالاتو په سیمه کې د پوځي حضور په ډېرېدو سره ډېره خطرناکه لوبه کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، په خلیج فارس کې د پوځي حضور ډېرېدل د یوې پېښې د راپورته کېدو په معنی ده.
محمد جواد ظریف د مې په ۲۱مه په تهران کې له سي اېن اېن خبري شبکې سره په یوې ځانګړې مرکه کې پهدې اړه خبرې وکړې.
ښاغلي ظریف زیاته کړه:
"د فارس خلیج په څېر د اوبو په یوه تنګه لاره کې د دې ټولو پوځي تجهیزاتو درلودل پهخپله د یوې پېښې ښکارندویي کوي. په تېره بیا کله چې داسې کسان هم وي چې پېښو ته لېواله وي، نو ډېر احتیاط په کار دی او موږ باور لرو چې د امریکا متحده ایالات یوه ډېره خطرناکه لوبه کوي."
د ایران دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې پهدې وروستیو کې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچونه او یو بل ته ګواښونه ډېر شوي دي.
متحده ایالاتو پهدې ویلو سره چې ګټې يې د ایران له ګواښ سره مخ دي، په فارس خلیج او منځني ختیځ کې خپل پوځي ځواک زیات کړی دی.
خلیج تهيې د ابراهم لنکن په نوم الوتکې لېږدوونکې جنګي بېړۍ استولي او په قطر کې يې «بي ۵۲» الوتکې ځای پر ځای کړې دي.
ایران هم ګواښ کړی دی چې که امریکا پرې نور فشارونه راوړي، نو دا هېواد به د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې پر مهمو برخو چې په لویه اندازه د یورانیمو نهغني کول هم پهکې شامل دي، عمل کول ودروي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ لفظي شخړو د ملګرو ملتونو اندېښنه راوپاروله.
د ملګرو ملتونو ویاند ستیفن دوجاریک د مې په ۱۹مه په بغداد کې د امریکا سفارت ته نږدې د یوه توغندي لګېدو ته په اشارې وویل، دا اندېښمنوونکې پېښه ده او ایران او امریکا باید د یو بل پر وړاندې له لفظي شخړو ډډه وکړي.