د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۹

ویسا: ولسي جرګه ګام په ګام خپل اعتبار خوري


ارشیف، د کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې
ارشیف، د کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د جمهوري ریاست د کاندیدانو د ګواښ او د ولسي جرګې د رئیس پر سر د راولاړې شوې ستونزې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • انیس

د انیس دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي افغان ولس د جمهوري ریاست د کاندیدانو له شورا تمه لري چې د برخلیک ټاکونکي مسایلو په اړه خبرداری ورنه‌کړي او د خطر زنګ د حل منطقي لاره نه‌ده.

د سرمقالې لیکوال د جمهوري ریاست د کاندیدانو په شورا غږ کړی چې ستونزې په ګواښ نه، بلکې د تفاهم له لارې حل کړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي تمه ده چې د جمهوري ریاست د مودې پر سر راولاړه شوې مسئله له معقولې لارې حل شي، څو د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته هېواد یوې بلې ستونزې سره مخ نه‌شي.

بل‌خوا ځینو نورو ورځپاڼو بیا د ولسي جرګې د ریاست پر سر د ستونزې په اړه لیکنې کړې دي.

  • هېواد

د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د ولسي جرګې د مشرتابه د ټاکلو پر سر دې لانجه ژر حل شي.

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې دلته هر څه روښانه دي، کړکېچ او بدمعاشۍ ته هېڅ اړتیا هم نه‌شته.

د سرمقالې لیکوال وايي، کله چې د ولسي جرګې د ریاست او نورو مرستیالانو پر سر لانجې وي، نو د اتلسګونو کمېسیونونو مشران به هم ونه‌شي ټاکلی او د ولسي جرګې تقنیني دوره به خپل ډېر وخت پر لانجو تېر کړي.

  • ویسا

د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی ولسي جرګه ګام په ګام خپل اعتبار خوري.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي د ولسي جرګې د رئیس د غوراوي ستونزه متأسفانه تر اوسه حل نه‌شوه، په‌دې مسئله کې چې رسنیو ته د یو شمېر وکیلانو غږیز کلیپونه راوتلي چې ان د وسلو کارولو او مرګونو ته چمتووالی لري.

د لیکوال په باور دا ښيي چې مسئله څومره په لوېدلو لاسونو کې ده چې هره شېبه د یوې غمیزې انتظار ترې کېدای شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دا چې د ولسمشر غني د حکومت قانوني موده پای مومي، که ولسي جرګه نوره هم په خپل‌منځي لانجو کې ښکېل شي، دا به افغان مظلوم ولس ته چې اوس هم د خپلو او پردیو تر وحشتونو او ګوزارونو لاندې دی یو ستر مصیبت وي.

XS
SM
MD
LG